Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو سیاسي دفتر غړو سره د کرزي او عبدالله کتنه

پرون (شنبه د زمري په ۳۰ مه) پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د طالبانو د سیاسي دفتر له ځینو غړو سره په کابل کې کتلي.

د عبدالله عبدالله دفتر وايي، دې کتنه کې د طالبانو له اړخه، شهاب‌الدین دلاور، عبدالسلام حنفي، خیرالله خیرخواه او عبدالرحمان فدا ګډون درلود، چې د هېواد پر روان وضعیت، د خلکو پر امنیت، سیاسي جوړښت او د ملي بیرغ په ګډون ملي ارزښتونو په هکله یې خبرې کړې دي.

د ښاغلي عبدالله دفتر په دې هکله نور جزییات نه دي ویلي.

د تېرې یوې اوونۍ راهیسې چې کابل د طالبانو به کنټرول کې دی، ښاغلي کرزي او عبدالله عبدالله بیا بیا د طالبانو له غړو سره کتنه کې د راتلونکي نظام په څرنګوالي خبرې کړي. خو تراوسه د دغو لیدو کتو جزییات نه دي خپاره شوي.

کرزي او عبدالله پرون د کابل لپاره د طالبانو د سرپرست والي عبدالرحمان منصور سره کتلي او ټینګار یې کړی، چې امنیت، د خلکو د مال او ځان سانه باید د ټولو لومړیتوب وي.

په پرونۍ کتنه کې عبدالله د کابل د خلکو اندېښنو ته په اشاره ویلي، چې عادي ژوند ته ګرځېدو لپاره اړتیا ده چې د خلکو د ځان او مال سانه وشي.

د ښاغلي عبدالله دفتر وایي، د کابل سرپرست والي هم ډاډ ورکړی، چې د خلکو د امنیت لپاره به پوره هڅه کوي.

بل خوا یوه طالب چارواکي رویټرز ته ویلي:"ټاکل شوې راتلونکو څو اوونیو کې د نوي حکومت چوکاټ اعلان شي."

له دې ټولو سره سرچینې وایي، د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو لپاره طالبانو سره د سیاسي مشرانو خبرې روانې دي، خو په اصلي موضوع تراوسه خبرې نه دي شوي.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي:"حقوقي، مذهبي او د بهرني سیاست کارپوهان د یوه چوکاټ په جوړولو کار کوي."

په دې کتنه کې حامد کزي او عبدالله عبدالله د یوه ټول‌ګډونه او پراخ بنسټه سیاسي بهیر د جوړولو په څرنګوالي خبرې او بحثونه کړي دي.

شریک یي کړئ