Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل لسمې حوزه کې د یوه ځوان وژل کېدل

تېره شپه د کابل په لسمه حوزه کې یو ۲۶ کلن ځوان په ډزو سره ووژل شو.

د انیل کورنۍ وايي چې زوی یې کله چې له نانوایۍ ډوډۍ اخیستې وه او د خپل کور پر لور روان و، د ناپېژانده کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.

د انیل پلار توریالۍ وایي چې زوی یې له هېچا سره دښمني نه ده لرلې او د دې پېښې پر لامل نه پوهېږي:«سهار کار ته ولاړ، ماښام راغی بچیانو یې وویل چې دوه ډوډۍ راوړه، ډوډۍ پسې ولاړ دسترخوان هوار دی، ځنډ یې وکړ. ته زنګ ووهه ځواب نه ورکوي هغه زنګ ووهه ځواب نه ورکوي. زموږ دروازه راټکېږي، د ډز غږ ما هم واورېد، درې څلور ډزې وشوې. ماشومان یې ښکته پورته ځي او وايي چې انیل څه شو او ځنډ یې وکړ.»
 
په دې لړ کې د انیل ورور له طالبانو غواړي چې د دغه قتل عاملان پيدا او مجازات کړي.
 
د انیل ورور ننګیالی څرګندوي:«له دولت څخه زما غوښتنه دا ده، باید دغه کسان ونیسي او موږ ته یې په لاس راکړي.»

د انیل کورنۍ د امنیتي حوزې له مسوولانو غواړي چې د کابل ښاریانو امنیت وساتي.

د انیل خپلوان جلال‌الدین هم زیاته کړه:«په ایمرجنسي روغتون کې لس دقیقې تر عملیات لاندې ژوندۍ و بس، تراوسه یې چا د وژلو مسوولیت نه دی منلی.»

بل خوا د لسمې حوزې مرستیال امین الله امین وایي چې پر پېښه خبر دی او ډېر ژر به یې عاملان ونیول شي:«د توپانچې په واسطه باندې یې شهید کړی دی. مرمۍ او پوچک یې موږ هلته پیدا کړل. ان شاالله دغه کسان تر تعقیب لاندې دي او ډېر ژر به د قانون او اسلامي شرعیت منګولو ته به وسپارل شي.»

بل خوا طالبان له خلکو غواړي چې د کابل د امنیت په ټينګښت کې له دوی سره همکاري وکړي.

کابل څه باندې پنځه مېلیونه نفوس لري او پخوا د هېواد په کچه د جنایي پېښو شمېر په کې لوړ و.

د کابل لسمې حوزه کې د یوه ځوان وژل کېدل

د انیل ورور له طالبانو غواړي چې د دغه قتل عاملان پيدا او مجازات کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه