Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

درې ورځې مخکې کابل کې د وژل شوي افسر کورنۍ عدالت غواړي

د کابل شپږه حوزه کې درې ورځې مخکې د یوه وژل شوي افسر د پېښې د عاملانو د نیولو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

محمد خالد صالح درې ورځې مخکې کله چې ماښام مهال له کوره بهر شوی، د وسله والو کسانو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

د خالد کورنۍ عدالت غواړي او وايي چې له هېچا سره دښمني نلري.

د محمدخالد پلار، اصیل خان زیاتوي:«کله چې له کوره بهر شو، ظالمانو هر څوک چې وو، مالوم نه دي، د دوکان مخې ته یې پرې ډزې کړې دي، بل کس چې ورسره وو ټپي دی او زوی مې وژل شوی دی.»

د محمدخالد نه یو ماشوم او مېرمنه بې برخلیکه پاتې ده. د پېښې شاهدان امنیتي بنسټونه او پولیس د جرایمو مخنیوي کې په کمزورتیا تورنوي.

د پېښې شاهد، سیدپاچا وايي:«یو کس د ښي خوا نه راغی او ډزې یې وکړې، کله چې ډز وشو ما ځان پروت کړ او وارخطا شوم، کله چې پورته شوم، ن و خالد پر ځمکه پروت وو.»

کابل کې بله کورنۍ هم د خپل زوی وژنې دوسیه کې د پولیسو بې پروايۍ په تړاو طلوع نیوز ته راغلي څو خپل غږ پورته کړي.

کابل ښار کې د یوه وژل شوي ځوان نیکه، محراب الدین وايي:«هغه قاتلان چې موږ حوزې ته سپارلي وو، کله چې موږ له فاتحې خلاص شوو او له حوزې نه مو غوښتنه وکړه چې زموږ دوسیه رسمي کړي، موږ ته یې وویل چې دوی کرونا لري.»

د وژل شوي ځوان نیا، مریم زیاتوي:«هیله کوم دا کس ما ته وسپارئ او یا یې دولت ته تسلیم کړئ، ولې زموږ حق کې داسې کار کوئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت هېواد کې د امنیت تامین خبره کوي او په لنډ وخت کې یې د ۴۱ تښتېدلو مجرمینو نوملړ خپور کړی او له خلکو یې غوښتنه کړې ده چې د نیولو او پېژندګلوي کې یې مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله، مروه امیني زیاتوي:«هیڅ حوزه د مجرم د ازادولو حق نلري، د قرارګاه او امنیه قومندانۍ پرته.»

په همدې حال کې څو ورځې مخکې د کوریو چارو وزارت کابل کې د جنايي پېښو له کمښته خبر ورکړی وو.

د څرخي پله زندان افسر، محمد خالد درې ورځې مخکې د کابل شپږمې حوزې ګلبتې سیمه کې د کور مخې ته د وسله والو کسانو تر برید لاندې راغی او ووژل شو

شریک یي کړئ