پرون (پنجشنبه د وږي په ۴ مه) کابل کې د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته څېرمه دوه چاودنې وشوې.
د طالبانو سرچینو ویلي، په دغو دوو چاودنو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې ۱۳ تنه امریکایي سرتېري دي، چې څو تنه نور ټپیان شوي هم دي.
ترکیې هم ویلي، چې د دوی څو تنه سرتېري ټپیان شوي.
عیني شاهدان وایي، چاودنې هغه مهال وشوې، چې په زرګونه خلک د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر شاوخوا راټول شوي وو.
داعش ډلې د دې دواړو چاودنو مسوولیت منلی دی.
له پرونۍ پېښې د شاوخوا ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره، لا هم خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د پېښې ځای ته ورشي.
وړاندې، کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې له خپلو وګړو غوښتي وو چې د داعش ډلې د احتمالي ګواښ له کبله، هوایي ډګر ته ور نهشي.