نن (سېشنبې د مرغومې په ۱۹مه) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د کابل په هوايي ډګر کې د سوداګرو د انتظار خونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد وزارت مسوولانو د دغو مراسمو په لړ کې د کابل هوايي ډګر د ننوتو دروازې د بنسټ ډبره هم کېښوده.
د دغه وزارت مرستیال له سوداګرو او پانګوالو غواړي چې د هېواد د هوايي ډګرونو د ښکلا په برخه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال صدیقالله عابد په دغو مراسمو کې څرګنده کړه:«سوداګر د یوه هېواد پانګه ده، موږ په هر ډګر کې ويايپي څانګې جوړې کړې دي چې له همدې برخې څخه سوداګرو ته خدمتونه وړاندې کېږي او ورته کارټونه وېشل کېږي.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا هم وايي:«هوايي ډګر د یوه هېواد څېره ده. یو بهرنی یا د افغانستان یو سوداګر چې له کلونو وروسته افغانستان ته راځي، له هغه سره لومړنۍ اغېزه د هوايي ډګر پاتې کېږي.»
اخوا، د کابل د هوايي ډګر رییس عبدالهادي محمد وايي اوس مهال د هېواد ګڼې برخې بیارغونې ته اړتیا لري او د ټولو ګډه همکاري کولای شي چې په دې برخه کې ښې پایلې ورکړي.
د کابل هوايي ډګر رییس څرګندوي:«اوس زموږ د هېواد د پراختیا وخت دی او اوس جوړولو ته اړتیا لري، په دې برخه کې باید پانګوال، شرکتونه او سوداګر ونډه واخلي.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې ۲۷ هوايي ډګرونه فعال دي چې له منځه یې د کابل، مزار شریف، هرات او کندهار له هوايي ډګرونو بهرنۍ الوتنې هم کېږي.
په دې اړه مو اندونه