د اسوشیټډپریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، امریکا پوځ وایي، چې نن (شنبه د وږي په شپږمه) بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ډلې پر یوه غړي هوایي برید کړی.
دا برید داسې مهال شوی، چې سپینه ماڼۍ وایي، لا هم داسې نښې شته، چې داعش ډله غواړي بیا د کابل هوایي ډګر شاوخوا برید وکړي.
له دې سره د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې له افغانستان نه د ایستونکو لړۍ به راروانه سهشنبه د اګېسټ پر ۳۱ مه بشپړوي.
داعش ډلې وړمه ورځ د کابل هوایي ډګر ته څېرمه دوو چاودنو کې د ۱۳ تنه امریکایي سرتېرو په ګډون ۱۷۰ تنه ووژل، تر برید وروسته د امریکا ولسمشر خپل پوځ ته امر وکړ چې د داعش مرکزونه په نښه کړي، نو له دغې پېښې شاوخوا ۴۸ ساعتونه وروسته، د امریکا پوځ د افغانستان ختیځ کې د داعش پر یوه غړي هوایي برید وکړ.
د امریکا پوځ ډېر جزییات نه دي ویلي، خو دومره یې ویلي، چې افغانستان کې یې پر داعش ډلې برید کړی او ډاډه دي چې ملکي کسانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وایي، چې په دغه برید کې د داعش ډلې هغه غړی وژل شوی، چې ګومان کېږي، د کابل د وړمې ورځې چاودنو پلانولو کې یې لاس و.
دا لا نه ده معلومه چې وژل شوي کس د وړمې ورځې چاودنو کې مستقیم لاس درلود که نه؟
کابل کې تر وړمې ورځې چاودنې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي:"هغو کسانو چې دغه برید کړی او همدارنګه هغه کسان چې امریکا ته تاوان رسول غواړي، موږ یې نه بخښوو او نه یې هېروو. موږ به یې پیدا او ونیسو. زه به د خپل هېواد ګټو او خلکو نه دفاع لپاره هر شان ګام واخلم. خپلو قوماندانانو ته مې امر کړی چې د داعش خراسان څانګې خلاف عملیاتي پلان برابر او د دې ډلې د مشرانو ځایونه په نښه کړي."
په دې اړه مو اندونه