Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل هوايي ډګر د برید په تړاو د پنټاګون څېړنه؛دغه برید پېچلی نه و

د امریکا متحده ایالاتو د اګسټ په ۲۶ مه د کابل پر هوايي ډګر د برید په هکله چې په هغه کې ۱۳ پوځي امریکایان او لږ تر لږه ۱۷۰ افغانان ووژل شول د خپلې څېړنې موندنې تېره ورځ خپرې کړې .

د امریکا د څېړنو د موندنو پر بنسټ، دغه برید د مخکینیو تصوراتو پر بنسټ دومره بېچلی نه و او په هغه کې د داعش ډلې یوه غړي د چاودېدونکو توکو له چاودولو سره د کابو ۹۰ کسانو د ووژل لامل شو.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د بیانیې پر بنسټ، دغه څېړنه د یوې پوځي ډلې له خوا په څه باندې درې میاشتو کې له څه باندې ۱۳۰ تنو سره د خبرو اترو په پایله کې شوې ده.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ مک کنزي وايي:«غواړم ووایم چې، زموږ څېړنې له هغه څه سره توپیر لري چې د برید پر لومړۍ ورځ مو پرې باور درلود. له برید سره سم هغه غوره اطلاعات چې، موږ درلوده دا وو چې، دغه برید د داعشیانو د یوه ځانمرګي او وسله والو له لوري ترسره شوی دی. خو اوس پر دې پوهېږو چې، د چاودېدونکو توکو ساجمې چې د ټپونو لامل کېږي د مرمیو ټپونو ته ورته دي او په دې مهال کې خبردارۍ ډزې د دې لامل کېږي چې، خلک فکر وکړي یو پیچلی برید ترسره شوی دی. په دې څېړنو کې هېڅ داسې کره سند چې ګواکې په ډزو سره څه امریکایی او یا هم افغان وژل شوی وي، نه دی موندل شوی.»

د مک کنزي او نورو امریکايي پوځي چارواکو په وینا، چې دغه څېړنه د پېښې د څه باندې سلو شاهدانو، روغتیايي شنوونکو، د چاودېدونکو توکو متخصصانو څخه د معلوماتو تر اخیستو، هوايي انځورونو او نورو شواهدو پر بنسټ ترسره شوې ده.

ورته مهال په یوه څېړنیز رپوټ کې چې د «پرو پابلیکه و الایف این افغانستان» خپره شوې ده راغلي دي چې څو افغان ډاکټرانو خبریالانو ته ویلي دي، هغه کسان چې دوی یې درملنه کړې ده ویلي دي چې ټپونه یې د مرمۍ د لګېدو له امله وو.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د پنټاګون په څېړنه کې له افغان ډاکټرانو سره مرکه نه ده شوې او د چاودېدونکو توکو کارپوهانو ویلي دي چې د قربانیانو ټپونه د چاودېدونکو توکو د ساچمو له امله دي. 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه