د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ، له افغانستانه د زرګونه بهرنیو وګړو او افغانانو د ایستلو لپاره د نړۍوالو اقدمات پرون (شنبه د وږي په شپږمه) بشپړېدو ته نږدې شوي.
که څه هم تېره پنجشنبه (د وږي په څلورمه) د کابل هوایي ډګر دروازه کې دوو چاودنو، هم افغانانو او هم بهرنیانو ته درنه مرګژوبله واړوله، خو بیا هم له افغانستانه د ایستلو لړۍ روانه ده.
نیویارک ټایمز په خپل رپوټ کې لیکلي، چې د برېټانیا د پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر بي بي سي سره مرکه کې ویلي، چې بريټانیا پرون شنبه له افغانستانه د ایستلو لړۍ بشپړه کړې او پاتې شمېر سرتېري یې هم خپلو کورنو ته بوولي دي.
جنرال کارټر ویلي:"موږ و نهشو کړای چې ټول راوباسو او دا بوږنوونکې ده. ځینې پرېکړې ننګونکې وې، چې باید سیمه کې مو کړې وای."
په ورته وخت کې د امریکا د پوځ یوه چارواکي ویلي، چې اوس هم په کال کې ۴۰۰۰ امریکایي سرتېرې پاتې دي، چې دا شمېر په تېرو ورځو کې ۵۸۰۰ تنه وو.
د دغه امریکایي چارواکي دا خبرې داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن یو وار بیا د کابل پر هوایي ډګر د برید خبرداری ورکړی.
جوبایډن ویلي:"کېدای شي راتلونکو ۲۴ نه تر ۳۶ ساعتونو پورې بیا برید وشي."
بل خوا کابل کې د امریکا سفارت نن یکشنبه ویلي، چې "د هوایي ډګر شاوخوا ګواښ شته او له ټولو امریکایي وګړو غواړي چې سیمه پرېږدي."
له شلو کلونو وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل داسې یوه چاره ده، چې ترې وروسته ګڼ افغانان له طالبانو ځانونه په وېره کې احساسوي، که څه هم طالبانو بیا بیا ټولو افغانانو ته د امنیت د ډاډ خبره کړې.
له دې سره فرانسې هم ویلي، چې وړمه ورځ یې له افغانستانه د وتلو لړۍ بشپړه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه