د یونیسف ادارې نن (یکشنبه د وږي په ۷ مه) یوه بیان کې ویلي، چې افغانستان کې اوسنیو شرایطو کې افغان ماشومان تر بل هر چا ډېر اغېزمن شوي دي.
د یونیسف سیمهییز مسوول جورج لاریا چې اوس اوس له کابله ستون شوی وایي، افغان ماشومانو د افغانستان د اوسني کړکېچ لویه بیه پرې کوي.
ښاغلي لاریا ویلي: په تېرو څو اوونیو کې ګڼ افغان ماشومان بې کوره شوي، له ښوونځيو پاتې شوي او له روغتیایي خدمتونو بې برخې شوي دي. روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی کېدای شي د ګوزڼ په څېر ناروغۍ باندې دا ماشومان اخته کړي.
یونیسف ویلي، چې د امنیتي کړکېچ په خوا کې، د خوراکي موادو د بیو ختل، وچکالي او کورونا هغه نورې ننګونې دي، چې افغان ماشومان یې خطر سره مخامخ کړي دي.
له ماشومانو د ملاتړ صندوق اندېښنه ښودلې، که چېرې د افغانستان اوسنی وضعیت دوام وکړي یو اعشاریه پینځه میلیون ماشومان به د خوړو له نهموجودیت وکړېږي.
د یونیسف د شمېرو پر بنسټ، له ۴ میلیونو زیات ماشومان چې ۲. ۲ میلیونه یې نجونې دي، ښوونځي ته له تګه بې برخې دي.
د یونیسف ادارې پر مرستندویانو غږ کړی، چې افغان ماشومان دې نه هېروي او دا ماشومان تر بل هر وخت، اوس لاس نیوي ته ډېره اړتیا لري.