Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغانستان سیاسي او پوځي رهبرۍ کې ماته د طالبانو د بریا لامل شوه'

د ناټو عمومي منشي ینس استولتنبرګ نیویورک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغانستان په سیاسي او پوځي مشرتابه کې ماته د طالبانو د بریا لامل شوه.

نوموړی ټینګار کوي چې امریکا او متحدان یې د افغانستان حکومت په له منځه وړلو کې هېڅ مسولیت نه لري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل:«هغه څه مو چې ولیدل، د نظامي او سیاسي مشرتابه له منځه تلل وو چې، د طالبانو پر وړاندې د دفاع د ټولو اړخونو د ماتې خوړولو لامل شول او راتلونکی تحلیل به دا روښانه کړي چې، د کابل د دولت په سقوط کېدو کې د امریکا او ناټو ځواکونو وتلو اغېز درلود او که نه؟»

د ناټو دغه چارواکی زیاتوي چې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د نظام د سقوط کېدو لامل نه دی بلکې تر هغې مخکې طالبانو ته د نظام د سپارلو لپاره کار شوی و؛ خو طالبان بیا امریکا او ناټو د تېر حکومت د پاشل کېدو اصلي عاملین ګڼي.

طالب پلوی عبدالحق حماد وايي:«دوی چې کله لاس واخیست، اداره اتومات ونړېده، نو په دغو دوو علتونو باندې د اوسني بحران یا د اوسني خراب وضعیت اصلي پړه بېرته په امریکا ورځي.»

له بل لوري د نظامي مسایلو شنونکي بیا وايي چې، امریکا او متحدینو یې د تېر حکومت له مشرانو سره په سلا د افغانستان د سیاسي نظام په ړنګولو کې ښکېل وو.

د پوځي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي:«کنټرول د امریکا په لاس کې و، دا پروګرام امریکا روان کړی و، د امریکا استازي په قطر او کابل کې ګرځېده، پوځيان دلته موجود وو، نظامي حالت ټول د دوی په حال کې و او دغه چارواکي یې چې کېنولي وو، دغه مفسد چارواکي چې وو، دا ټول دوی په خپله انتخاب کړي وو او د افغانستان په ملت یې حاکم کړي وو.»

دا په داسې حال کې چې، د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرامپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ویستل یوه غیر مسوولانه کړنه ګڼلې وه.

د ناټو لوی منشي وايي، د افغانستان تېر حکومت د حکومتي مشرانو د کمزوري مدیریت له امله د طالبانو له لوري رانسکور شوی او په وینا یې امریکا او ناټو د یاد حکومت د سقوط کېدو په برخه کې کوم مسوولیت نه لري.

Thumbnail

د ناټو عمومي منشي ینس استولتنبرګ نیویورک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغانستان په سیاسي او پوځي مشرتابه کې ماته د طالبانو د بریا لامل شوه.

نوموړی ټینګار کوي چې امریکا او متحدان یې د افغانستان حکومت په له منځه وړلو کې هېڅ مسولیت نه لري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل:«هغه څه مو چې ولیدل، د نظامي او سیاسي مشرتابه له منځه تلل وو چې، د طالبانو پر وړاندې د دفاع د ټولو اړخونو د ماتې خوړولو لامل شول او راتلونکی تحلیل به دا روښانه کړي چې، د کابل د دولت په سقوط کېدو کې د امریکا او ناټو ځواکونو وتلو اغېز درلود او که نه؟»

د ناټو دغه چارواکی زیاتوي چې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د نظام د سقوط کېدو لامل نه دی بلکې تر هغې مخکې طالبانو ته د نظام د سپارلو لپاره کار شوی و؛ خو طالبان بیا امریکا او ناټو د تېر حکومت د پاشل کېدو اصلي عاملین ګڼي.

طالب پلوی عبدالحق حماد وايي:«دوی چې کله لاس واخیست، اداره اتومات ونړېده، نو په دغو دوو علتونو باندې د اوسني بحران یا د اوسني خراب وضعیت اصلي پړه بېرته په امریکا ورځي.»

له بل لوري د نظامي مسایلو شنونکي بیا وايي چې، امریکا او متحدینو یې د تېر حکومت له مشرانو سره په سلا د افغانستان د سیاسي نظام په ړنګولو کې ښکېل وو.

د پوځي چارو شنوونکی عزیز معارج وايي:«کنټرول د امریکا په لاس کې و، دا پروګرام امریکا روان کړی و، د امریکا استازي په قطر او کابل کې ګرځېده، پوځيان دلته موجود وو، نظامي حالت ټول د دوی په حال کې و او دغه چارواکي یې چې کېنولي وو، دغه مفسد چارواکي چې وو، دا ټول دوی په خپله انتخاب کړي وو او د افغانستان په ملت یې حاکم کړي وو.»

دا په داسې حال کې چې، د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرامپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ویستل یوه غیر مسوولانه کړنه ګڼلې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه