د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون ویلي، چې په نړۍواله کچه د طالبانو په رسمیت پېژندل د ارزونې موضوع لا نه ده.
لاوروف دا خبره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې یوه خبري کنفرانس کې کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دا خبره داسې مهال ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو لپاره سهیل شاهین خپل استازی معرفي کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: "اوسمهال په نړۍواله کچه د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع پر مېز نهشته. "
د تېرې اونۍ سهشنبې پر ورځ د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ملګرو ملتونو ته یوه لیک کې سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی معرفي کړ.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني حکومت استازي غلام محمد اسحاقزي غوښتنه کړې، چې د ده د باور موده دې وغځول شي.
روسیه د ملګرو ملتونو د باور ورکولو کمیټې یوه غړې ده، چې ټول نهه هېوادونه پهکې دي او دا کميټه اوس پر دې کار کوي، چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې څوک د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.
له دې ټولو سره د ملګرو ملتونو سرمُنشي ویلي، چې د طالبانو د رسیمت پېژندلو موضوع کې اکثره هېوادونه غوښتنه کوي، چې باید د افغانستان حکومت پراخبنسټه وي، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پهکې درناوی وشي.
په دې اړه مو اندونه