Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نوي لمریز کال کې د ا.ا د رسمیت پېژندنې غوښتنه

د نوي هجري لمریز کال له پیل سره هم مهاله، اسلامي امارت د نړۍ له خوا د پر رسمیت پیژندنې غوښتنه کوي.

د ۱۴۰۳ هجري- لمریز کال له پیله ۳ ورځې مخکې د اسلامي امارت ویاند طلوع نیوز ته ویلي چې، له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت تعاملات د ښه کېدو لور ته روان دي او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل چې، له اسلامي امارت سره د سیاسي او ډيپلوماټیکو اړیکو جوړولو ته مخه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې، پر سرپرست حکومت د فشار راوړل څه ګټه نه لري او په وینا یې لازمه ده چې، اسلامي امارت په روان هجري- لمریز کال کې په رسمیت وپېژندل شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: ډيری هېوادونه له موږ سره تعامل لري، څو هېوادونه دي چې په افغانستان کې مات شوي وو، نو هغو خامخا د پلمو په لټه دي. خو له هغو هېوادونو سره چې موږ تعامل لرو که له هغوی سره مخکې ولاړ شو نو دا نور هېوادونه به هم له افغانستان سره تعامل وکړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، سرپرست حکومت په ۱۴۰۲ هجري- خورشیدي کال کې په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې او په وینا یې هڅې کوي چې، په روان هجري- لمریز کال کې هم دغه بهیر دوام ومومي او ورسره په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټيټه شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: اسلامي امارت په ډیری برخو کې خپلې هلې ځلې لري، چې په راتلونکي کال کې موږ خپل غوره خدمتونه وړاندې کړو. که د اقتصاد په برخه کې وي، د وزګارتیا د کچې راکمول وي، لا ښه امنیت په برخه کې وي او که له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې وي.

د چارو ځینې شنونکي د اسلامي امارت له لوري د نړۍوالو د مشروع غوښتنو پر منلو له ټينګار سربېره وايي، اسلامي امارت باید د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د رعایتېدو، د اساسي قانون د جوړېدو او د کابینې د رسمي کېدو په تړاو هڅې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی، ادریس ځاځی وايي: داسې باید وښودل شي چې امنیت مو راوستلی، بهرنی تدوین شوی سیاست جوړو، د سیمې ټول هېوادونه او نړۍ رابولو او یو متوازن او بې طرفه سیاست تدوین کوو.

د سیاسي چارو یوه بل شنونکي، کامران امان و ویل: هیله ده چې د اساسي قانون قضیه ژر تر ژره حل کړي او دا د لنډمهالي حکومت موضوع ختمه کړي. کله چې اساسي قانون و نه لرو هیڅ هېواد موږ په رسمیت نه پیژني، زموږ کورني او بهرني سیاستونه باید مالوم شي.

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو څه باندې دوه نیم کاله تېرېږي؛ خو لا تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی شوی.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، سرپرست حکومت په ۱۴۰۲ هجري- خورشیدي کال کې په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې ګڼې لاسته راوړنې درلودې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه