Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پخواني حکومت د کار د دوام د هڅو په هکله د اسلامي امارت غبرګون

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هېواده بهر کې د پخواني حکومت د کار د دوام په هکله د پخوانیو چارواکو د هڅو په خبرون کې وايي چې نور به هغوی ته موکه برابره نه شي چې د افغانستان د خلکو له ادرسه نړۍوالې ټولنې ته دوکه ورکړي.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي کمېسیون یوه غړي د تېر حکومت د یو شمېر چارواکو د فعالیتونو د دوام په برخه کې یوې خپرې شوې اعلامیې ته غبرګون وښود او دغه هڅې یې بې معنا ګڼي او وايي چې افغانستان اوس خپلواک نظام لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی څرګندوي:«اوس نو هغو موکه غوښتونکو کسانو ته موکه برابره نه ده او نه به وي چې وکړای شي د افغانستان او د افغانانو له ادرسه نړۍواله ټولنه دوکه کړي.»

د سې شنبې په ورځ د محمد اشرف غني د حکومت یو شمېر چارواکو د یوې ۱۸ ماده ییزې اعلامیې چې، په سویس کې د افغانستان له سفارته خپره شوې، د یاد حکومت د کار له دوامه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې، په افغانستان کې یوازینۍ مشروع اداره، د افغانستان اسلامي جمهوریت دی او بنسټ یې هم ټاکنې دي.

د سیاسي چارو کارپوه سید باقر محسني وايي:«په موجوده شرایطو کې داسې ښکاري چې دوی پر تحولاتو د اغېزې لپاره اخلاقي او د میدان ګټلو واکونه نه لري.»

په دې اعلامیه کې راغلي چې، هېڅ کومه بله په خپل سره اداره نه شي کولی د هېواد د اساسي قانون خلاف، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مشروع حکومت ځای ونیسي.

د دغې اعلامیې په څلورمه ماده کې راغلي چې، د دولت درې ګونې اجراییه، قضایه او مقننه قواوې د فعالېدو په حال کې دي.

د دغې مادې پر بنسټ، د دغو درې ګونو قواو منظمې غونډې روانې دي او بېرته هېواد ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیول کېږي.

د افغانستان د ملی پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«زه تر ډېره د دې پلوی نه یم. د افغانستان ملت له دغه ډول حکومت جوړونو ستومانه شوي دي.»

په دې اعلامیې کې د افغانستان له ملګرو هېوادونو غوښتل شوي چې، د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره خپلې همکارۍ او اړیکې وساتي او طالبانو ته مشروعیت ورنه کړي.

د دغې اعلامیې په دویمه ماده کې راغلي چې، له افغانستانه د محمد اشرف غني له وتو او د سیاست او د هېواد له ادارې سره د هغه له پرېکون وروسته، د قانون پر بنسټ، د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال د دولت د سرپرست په توګه د هېواد چارې پر مخ وړي.
دا په داسې حال کې ده چې، له افغانستانه د محمد اشرف غني له تېښتې وروسته، امراله صالح ځان د دولت سرپرست بللی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه