Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت یو پلاوی نن ازبکستان ته ولاړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (شنبه د تلې په ۲۴ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي امارت یو پلاوی نن سهار ازبکستان ته روان شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت د پلاوي مشري د رییس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اسلامي امارت او د ازبکستان پلاوي به په ترمز ښار کې ګوري.

د مجاهد په وینا "د اسلامي امارت پلاوي کې د چارو ادارې، لوړو زده‌کړو، هوایي چلن، سوداګرۍ، روغتیا او ځینو نورو ادارو چارواکي شامل دي."

مجاهد زیاته کړې، چې د ازبکستان د پلاوي مشري د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال عمر زاکوف کوي.

د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي، چې دواړه غاړې به د" سوداګرۍ پر پراختیا، ټرانزیټ، ریل پټلي، د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزې غځولو او ځینو نورو مسایلو په هکله خبرې وکړي."

ذبیح‌الله مجاهد وایي چې ازبکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي دا سفر یوازې د یوې ورځې لپاره دی.

د اسلامي امارت ویاند وایي، چې د اسلامي امارت د پلاوي مشري د رییس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کوي.

شریک یي کړئ