د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی یې نن سهار کابل ته رارسېدلي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، چې ترکمنستانی پلاوی به په کابل کې له رییسالوزار او د اسلامي امارت نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري.
کریمي وایي، چې ترکمنستانی پلاوی به دوه ورځې په کابل کې وي او په پلاوي کې یې د ټاپي پروژې مشر هم دی.
د بلال کریمي په وینا، په کتنو کې به د ټاپي پروژې د کار د پیل په هکله خبرې وشي.
ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو پرانیستله.
ټاپي د غازو نل لیکې پروژه ده، چې د غازو دا نل لیکه به ۱۸۱۴ کیلومټره په اندازه کې له ترکمنستان نه افغانستان، بیا پاکستان او هند ته غځېږي.
د ټاپي پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره یاد شوی.