نن (سهشنبه د لړم په ۱۱ مه نېټه) غرمه مهال د کابل ښار لسمې حوزې اړوندو کې دوې چاودنې شوي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د دې پخلی کړی چې د لسمې حوزې اړوندو کې دوې چاودنې شوي.
کریمي وایي، چې لومړۍ چاودنه د سردار محمد داوود خان روغتون مخې ته او دویمه چاودنه همدې روغتون ته نژدې شوې.
سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې په پېښه کې اوه تنه وژل شوي او پینځه تنه بریدګر هم وژل شوي.
مجاهد وایي چاودنې او وسلهوال برید د داعش ډلې کار دی.
بلخوا رویټرز خپل رپوټ کې وایي، چې په چاودنو او ډزو ۱۵ تنه وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان دي.
ه.