په کندوز ولایت کې د هاوان مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله روحاني وایي د دغه ولایت د چهار درې ولسوالۍ په پل سید مختار کلي کې د هاوان د یوې ناچاودلې مرمۍ د چاودنې په پایله کې دوه ماشومان وژل شوی او پنځه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
د کندوز د حوزوي روغتون رییسی نعیم منګل ویلي دي چې د پټيانو په منځ کې درې کوچنۍ ماشومانې هم شاملې دي. ښاغلی منګل د دوه ټپي ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک ګڼي.
ویل کېږي چې د سیمې یو شمېر ماشومان د هاوان له یوې ناچاودلې مرمۍ سره په ماشومانه لوبو بوخت وو چې ناڅاپي مرمۍ چاودنه وکړه.
په دې اړه مو اندونه