Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اماراتو د اشرف غني او دهغه نږدې کسانو پر سیاسي فعالیت بندیز ولګوه

اسلامي امارت وايي چې متحده عربي اماراتو د مخکیني حکومت د ټولو هغو چارواکو پر سیاسي فعالیت بندیز لګولی دی چې په دوبۍ او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې ژوند کوي.

که څه هم عربي متحده اماراتو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمد الله وثیق ویلي دي چې د مخکیني حکومت ولسمشر اشرف غني، د مخکیني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د جمعیت ګوند د جلا شوې څانګې مشر عطا محمد نور له هغو کسانو دي چې پرې بندیزونه لګېدلي دي.

ښاغلي وثیق دغه خبر په ټوېټر کې خپور کړی دی، خو د اسلامي امارت بل ویاند وايي چې عربي متحده اماراتو تراوسه په رسمي توګه هغوی ته دا ډول موضوع مطرح کړې نه ده. 

احمدالله وثیق په ټوېټر لیکلي دي:«عربي متحده اماراتو د اشرف غني ادارې پر ټولو چارواکو چې په دوبۍ او نورو ښارونو کې اوسېږي، پر سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګولي دي. اشرف غني، عطامحمد نور او محب په هغو کسانو کې شامل دي چې پر هغوی بندیزونه وضع شوي دي.»
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی بیا وايي:«نن وضعیت داسې دی چې د نړۍ هېوادونه درک کوي چې د افغانستان په هکله څه ډول مخته ولاړ شي او هغوی به اجازه ورنه کړي چې مخکیني چارواکي د دوی په هېوادونو کې سیاسي فعالیتونه ولري. خو تراوسه د عربي متحده اماراتو له ادرسه له موږ سره کوم رسمي شی شریک شوي نه دي چې موضوع څرنګه او څه ډول ده.»

د اشرف غني د حکومت په سقوط سره د حمدالله محب او د پخواني حکومت د چارو د ادارې د رییس فضل فضلي په ګډون هغه د حکومت یو شمېر چارواکي وتښتېدل او متحده عربي امارتو ته یې پناه یوړه. د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر اشرف غني او د مخکیني حکومت پر ځینو نورو چارواکو د احتمالي بندیزونو د لګول کېدو لامل په افغانستان کې په اداري فساد د هغوی تورنېدل ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي عبدالحق حماد په دې هکله وویل:«دا د افغانستان د ملت غوښتنه ده، بهرنیو هېوادونه هم درک کړې ده او ورته ثابته شوې ده. هغوی چې د خپل هېواد لپاره وفاداره نه وو، زموږ د هېوادونو لپاره به هم ژمن نه وي.»

د سیاسي چارو شنونکی میثم کاظمي څرګندوي:«طالبانو پر عربي هېوادونو په ځانګړې توګه عربي متحده اماراتو باندې چې هلته پخواني چارواکي دي لابیګري او فشارونه زیات کړي دي چې د مخکینیو چارواکو سیاسي فعالیتونه محدود کړي او په مقابل کې، خپل فعالیتونه چې د رسمیت پېژندلو لامل شي زیات کړي.»

د عطامحمد نور خپلوان د هغه پر سیاسي فعالتیونو د بندیزونو لګول کېدل ردوي، خو حشمت غني احمدزی وایي چې د متحده عربي اماراتو د قوانیو له مخې هېڅ سیاستوال په دغه هېواد کې د سیاسي فعالیت حق نه لري.

د مخکیني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني احمد زی وايي:«هغه مقررات چې امارات یې د هغو سیاستوالو په وړاندې چې هلته ژوند کوي لري، هېڅوک باید سیاسي فعالیتونه ونه لري او باید په ټلوېزیون، راډیو او نورو برخو چې سیاسي وي حضور ولري. دا مقررات یوازې د ولسمشر اشرف غني لپاره نه دي، دا مقررات پر بې نظیر بوټو هم وو، د ټایلنډ پر پخواني لومړي وزیر هم و.»

محمد اشرف غني له افغانستانه د مېلیونونه ډالرو پر وړلو تورن دی. تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان ساپکو ویلي و، چې د نوموړي اداره هغه تورونه څېړي چې ګواکې غني په اګست میاشت کې له هېواد نه د تښتې پر مهال مېلیونونه ډالر له ځانه سره وړي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر اشرف غني او د مخکیني حکومت پر ځینو نورو چارواکو د احتمالي بندیزونو د لګول کېدو لامل په افغانستان کې په اداري فساد د هغوی تورنېدل ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه