Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فقر او بېکاري؛ یوه ښځینه ښوونکې اوس د سړک په سر بوټان رنګوي

د ښوونځي یوه ښوونکې د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله د کابل د سړکونو په سر د خلکو بوټان رنګوي.

ښوونکې هديه وايي، چې له څلورو مياشتو راهيسې يې د استادۍ تنخوا نده ورکړل شوې، نو اړه ده، چې خپلو اولادونو ته د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره د خلکو بوټو رنګ کړي.

د ښوونځي دغه ښوونکی زیاتوي، چې له وروستیو بدلونونو وروسته یې خاوند او د کورنۍ نورو غړو خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ورکوونکی ده.

هیدیه وایي: "زما خاوند دنده درلوده او هغې خپله دنده له لاسه ورکړه، زما لور دنده درلوده، هغې خپله دنده له لاسه ورکړه او ما دنده درلوده ما هم له لاسه ورکړه. کله مې چې ولیدل، زما ماشومان وږي دي، نو ما د دخلکو د بوټانو رنګول پیل کړل. موږ په شپو او ورځو وږي پاتې کېږو، زموږ په کورنۍ کې داسې څوک نشته چې مالي ملاتړ مو وکړي."

دغه ښوونکې له اسلامي امارت غواړي چې ټولو ښځو ته اجازه ورکړي څو خپلو دندو ته لاړې شي.

هغې وویل، "طالبان باید ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي. دوی باید د ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي، دا مهال هیڅ کار نشته. ځینې ​​کونډې یوازې د خپلو کورنیو لپاره خواړه برابروي، په داسې حال کې چې ځینې ښځې غواړي له خپلو خاوندانو سره مالي مرسته وکړي، نو طالبان باید د کار کولو زمینه ورته برابره کړي او ښځو ته باید د کار اجازه ورکړل شي."

په همدې حال کې د مالیې وزارت وايي چې د دولتي کارکوونکو د تنخواګانو ورکول د دغه وزارت لومړیتوب دی.

د دغه وزارت ویاند وايي، د یو شمېر کارکوونکو تنخواګانې ورکړل شوې او نورو ته به هم ورکړل شي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: "د معاشونو وېش له لومړۍ ورځې راهیسې یوه مهمه موضوع ده. موږ د مني تنخواګانې ورکړې او د تنخواګانو د ورکړې په برخه کې د اصلاحاتو کار روان دی او سبا به د معاشونو ورکول پیل شي."

بل خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، که د خلکو لومړنۍ اړتیاوې ژر تر ژره پوره نه شي، افغانستان به سږ کال د یوه بد بشري ناورین شاهد وي.

د کابل اوسېدونکی احمد سمیر وايي: "که اسلامي امارت او یا د نړۍ نور هېوادونه د افغانستان خلکو ته پام ونه کړي، د افغانستان خلک به د یوه ستر ناورین شاهدان وي ".

د بحران نړیوالې ډلې په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت یو میلیون نور افغانان له خوراکي خوندیتوب څخه بې برخې کړي چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه