Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکايي پلاوي سره د عمران خان لیدنه:افغانستان مرستو ته اړتیا لري

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له امریکايي سناټورانو سره د لیدو پر مهال په افغانسان کې د بشري ناورین او د اقتصادي پاشلو د مخنیوي لپاره، له دغه هېواد سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د سنا یو پلاوی پاکستان ته تللی او له پاکستاني چارواکو سره د نورو مسایلو سربیره د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، عمران خان په دې کتنه کې افغانستان ته د بشرپاله مرستو د رسولو غوښتونکی شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په دې هکله ویلي دي:«لومړي وزیر په افغانستان کې د انساني ناورین او د دغه هېواد د اقتصاد له پاشل کېدو د مخنیوي لپاره له افغان ولسه پر بیړني ملاتړ ټینګار کړی دی. په دې کتنه کې د ترهګرۍ په ګډون د نورو ګواښونو په اړه د نږدې همکاریو په اړه هم خبرې شوې دي.»

په دې منځ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې ویلي چې، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخینوي لپاره باید د دغه هېواد کنګل شوې پیسې ازادې شي.
له بل لوري په کابل کې د پاکستان سفیر په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د روسیې نقش مهم ګڼي او وايي چې، اسلام اباد له مسکو، بیجینګ او واشنګټن سره په افغانستان کې د اوږد مهاله سولې او ټيکاو د ټينګښت لپاره پر خبرو بوخت دی.

منصور احمد خان د روسیې له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې زیاته کړې چې، په افغانستان کې د نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو مساله د نړۍوالو له پرېکړې سره تړلې ده.

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان وايي:«تر هغه ځایه چې، د رسمیت پېژندلو مسله مطرح ده؛ نو دغه مسله د افغانستان د ګاونډیانو له یوه مشورتي بهیر سره تړلې ده او همداراز دغه چاره د سیمې او نړۍ همغږۍ پورې تړاو لري.»

د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مطالعاتو مرکز رییس ولی الله شاهین وايي:«هغه شرایط چې یوه هېواد لپاره لازم دي، هغه ټول د اسلامي امارت کې موجود دي، هېوادونو ته عذر نه پاتې کېږي باید ژر تر ژر مسوولانه اقدام وکړي.»

پاکستان تل د افغانسان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنې تورن دی؛ خو په کابل کې د پاکستان سفیر دغه تور بې بنسټه ګڼي او وايي چې، په افغانستان کې ثبات د پاکستان په ګټه ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه