Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې هوکړې په هکله د حمدالله محب څرګندونو ته د امریکا غبرګون

د امریکا متحده ایالاتونه د سولې پر هوګړې د پخواني حکومت د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب نیوکې ته غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند د افغانستان د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې، په دغسې یوه وضعیت کې د افغانستان د تېر حکومت د پاشل کېدو د پرېکړې د لامل تر په ډاګه کېدو باید چوپتیا غوره شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په دې هکله څرګنده کړه:«له شک پرته، د دوحې هوکړې له افغانستانه د وتنې لپاره زموږ حکومت او افغان متحدینو ته روښانه پیغام درلود او په دې کې هم شک نه و چې، موږ له هغه هېواده وتلو. زه باور لرم چې، دغې چارې د افغان ځواکونو پر مورال اغېز درلود. د څو میاشتو خبرو له ارزونې وروسته، هغه څه چې، په افغانستان کې وشول دا مو وموندله چې، داسې نور عوامل هم وو چې، د اګست د پنځلسمې د پېښې لامل شو. د هغه په ځای چې، یوه پرېکړه، یوه هوکړه او مذاکره د دغو ټولو مسایلو عامل وبولو؛ نو ښه دا ده چې، په اوسني وخت کې چوپتیا غوره کړو.»
  
تر دې مخکې حمدالله محب له امریکا غږ سره په مرکه کې د جمهوري نظام د پاشل کېدو مسوولیت د دوحې هوکړې په لاسلیک سره پر زلمي خلیلزاد واچاوه.

د سیاسي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي چې، امریکا او د افغانستان مخکنیو چارواکو د افغانانو ګټو ته لومړیتوب نه ورکاوه.

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني وايي:«امریکا د خپلو ملي ګټو په فکر کې او د مخکیني حکومت مشران د خپلو شخصي ګټو او جېب په فکر کې وو.»

له بل لوري د امریکا د ملي امنیت سلاکار له نړۍوالو سره د کړو ژمنو پر عملي کېدو د اسلامي امارت پر اړ کولو ټینګار کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیون زیاتوي:«په دوحه کې له طالبانو سره زموږ په خبرو کې، زموږ ډېپلوماټانو زموږ غوښتنې په روښانه ټکو هغو ته مشخص کړل. زه نه غواړم پر هغو مسایلو وغږېږم. غوره لار دا ده چې، هغوی اړ کړو چې، له نړۍوالو او امریکا سره خپلې ژمنې عملي کړي. دغه کار باید په دوحه کې د خبرو پر مهال شوی وای؛ خو موږ په لومړیو کې د بشري حقونو، د نجونو د زده کړو، د ترهګرۍ ضد او نورو مسایلو په اړه له هغو سره په روښانه ټکو خبرې کړې وې.»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار همداراز خبرداری ورکوي که چېرې د کابل اوسنی حکومت له نړۍوالو سره خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي؛ نو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ به هم ازادې نه شي.

ښاغلي سلیون زیاته کړه:«زه فکر کوم چې، دغه پوښتنه باید د طالبانو له دولته وشي چې، هغوی غواړي څه وکړي؛ څو نړۍوالو ته وښيي چې، څنګه عمل کوي او که چېرې ونه شي کولای دغه کار وکړي؛ نو د طالبانو حکومت ته د زیاتو پیسو په ورکړې سره د افغانانو ژوند نه ښه کېږي. نو اوس موږ پر دې تمرکز کوو چې، له هغو سره تعامل وکړو؛ څو وګورو چې، څنګه پرمختګ کېدای شي او ورسره له دولتي چوکاټ پرته د نړۍوالو او غیر دولتي بنسټونو له لارې خپلې سرچینې کاروو.»

اسلامي امارت بیا تل ویلي چې، د په رسمیت پېژندلو لپاره یې د نړۍوالو ټولو شرایط عملي کړي او همداراز د کابل او واشنګټن تر منځ تعامل ډېر مهم ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«امریکا په نړۍوال سیاست کې خپل ځای لري او په نړۍوالو سیاستونو کې ځانګړی رول لوبوي، نور پر دې بنسټ د امریکا له خوا د افغانستان په رسمیت پېژندل هم ډېر مهم رول لري او کولای شي د نورو هېوادونو د رسمیت پېژندلو پېلامه شي.»
 
له دې ټولو سره سره، په داسې حال کې چې، د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د بشرپاله مرستو د دوام خبره کړې؛ خو لا تر اوسه هېڅ هېواد اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تر دې مخکې حمدالله محب له امریکا غږ سره په مرکه کې د جمهوري نظام د پاشل کېدو مسوولیت د دوحې هوکړې په لاسلیک سره پر زلمي خلیلزاد واچوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه