Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطري او ترکي چارواکي د کابل هوايي ډګر په پار کابل ته راځي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي چې ترکي او قطري چارواکي به د دوشنبې په شپه د کابل هوايي ډګر د ادارې په هکله په دوحه سره وویني او په ګډه به سره سلامشورې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د ښاغلي اوغلو پر حواله رپوټ ورکړی دی چې ترکي او قطري چارواکي په دوحه کې له خبرو اترو وروسته کابل ته راځي چې په دې هکله له اسلامي امارت سره هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ترکیې ویلي و چې حاضره ده چې د کابل هوايي ډګر اداره کړي، خو په دې شرط چې د هغوی امنیتي غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي.

د اوغلو په وینا، یوه ترکي او یوه قطري شرکت په افغانستان کې د پنځو هوايي ډګرونو د ادارې لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړې ده. چې د کابل هوايي ډګر هم په دغو پنځو هوايي ډګرونو کې شامل دی؛ خو د څلورو نورو هوايي هغو په هکله جزیات په واک کې نشته.

اوغلو نن په انقره کې په یوې خبري ناسته کې وویل:«موږ د افغانستان سرپرست حکومت ته به د ګډون وړاندیز وکړو. نن زموږ همکاران دوحې ته ځي او له هغې ځایه کابل ته درومي چې په دې هکله له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.»

ښاغلی اوغلو وايي که چېرې کارونه د پروګرام په مطابق مخته ولاړ شي او غوښتنې عملي شي، ترکیه او قطر به په ګډه دغه هوايي ډګرونه به اداره کړي.

هغه زیاته کړه:«که چېرې غوښتنې ومنل شي، موږ کولای شوو له قطر سره هوايي ډګرونه اداره کړو. که چېرې غوښتنې ونه منل شي موږ د هغوی د ادارې لپاره هېڅ مسوولیت نه لرو.»

د مخکیني حکومت له پرځېدو او د تخلیې له عملیاتو وروسته، ترکیې او قطر د کابل د هوايي ډګر په اداره کې مرسته وکړه؛ خو تراوسه په دې هکله کوم رسمي هوکړه لیک لاسلیک شوی نه دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې کابل ته د ترکیې په ګډون د ځينو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډ احتمالي سفر په هکله بحثونه دوام لري.
  
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه