Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اشرف غني د تېر حکومت د ځواکونو پاشل کېدو یو لامل د تخلیې بهیر ګڼي

مخکنینی ولسمشر اشرف غني د تېر حکومت د ځواکونو د پاشل کېدو یو لامل دغو ځواکونو ته د تخلیې بهیر زمینې برابرول ګڼي.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په خپله فیسبوک پاڼه د بریټانیې له پخواني لوی درستیز جنرال نیک کارټر سره د خپله مرکه خپره کړې ده.
هغه په دې مرکه کې د جمهوري نظام د پاشل کېدو ډېر مسوولیت پر امریکا اچولی دی.

اشرف غني ویلي:«د تخلیې پلان عملي کېده. په خوست، جلال اباد، کندهار او کابل کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ټولو قطعاتو ته د وتلو وړاندیز شوی وو. زموږ جنرالانو ته وعدې ورکول شوې وې. د ملي امنیت اداره چې یو حیاتي بنسټ و، کارمندان یې تخیله او واېستل شول.»

خو د سیاسي چارو ځينې شنوونکي د غني په حکومت کې د کمزورتیا او بې عدالتۍ پخلی کوي.

د سیاسي چارو شنوونکی صادق شینواری په دې هکله وايي:«د غني په اداره کې کمزورتیا او بې عدالتي شتون درلود، اړیکې پر ضوابطو حاکم وو.»

ښاغلی غني زیاتوي، د دوحې د سولې د هوکړې ځینې برخې یو اړخیزې وې او دغه هوکړه له کابل سره له سلامشورې پرته د واشنګټن او طالبانو تر منځ لاسلیک شوه.

د غني د دغو څرګندونو پخلی په کار او چارو ځينې پوه کسان هم کوي.

د پوهنتون استاد عبدالغفار کامیاب وايي:«د امریکا په مشرۍ بهرني هېوادونه او په ملاتړ یې ناټو د افغانستان لپاره یې له تباهۍ، بدبختۍ او جنایت پرته بل کار ترسره نه کړ.»

مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې مرکې په یوې برخه کې پر بې پرې افغانستان ټینګار کوي او زیاتوي چې، یوازې د لویې جرګې په جوړېدو سره طالبانو ته د مشروعیت ورکړې احتمال و.

نوموړي زیاته کړې:«طالبان باید په دې خبره پوه شي چې د کمونېستانو او مجاهدینو د تېروتنو تکرار به دوی هم په آرامه پرې نه ږدي. څوک محرومول، پر زور او وژنو اتکا کول هېڅ نتیجه نه ورکوي. افغانان خدمات او فرصتونه غواړي.»

خو د چارو ځینې نور شنوونکي وايي، اشرف غني لا هم هڅې کوي چې، خلک تېر باسي.

د سیاسي چارو شنوونکی ویس ناصري څرګندوي:«له بده مرغه اشرف غني د ښځو او ځواکونو په ګډون د افغانستان خلکو په تړاو هېڅ احساس نه درلود او نه یې لري.»

په داسې حال کې چې، محمد اشرف غني ویلي، یوازې په دوو دقیقو او په ناڅاپي توګه یې له افغانستانه د وتنې پرېکړه وکړه؛ خو امرالله صالح د اشرف غني د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې، د کابل له سقوطه آن یوه ورځ مخکې د حمدالله محب او فضل محمود فضلي له خبرو دا موندلې وه چې، اشرف غني غواړي له هېواده پښې سپکې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه