په داسې حال کې چې امنیتي بنسټونه په هېواد کې د امنیت ضد پېښو د بېساري کموالي ادعا کوي، خو د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دې ښار کې له وسلهوالو غلاوو ټکوي.
کابل مېشتي وايي، د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې جنايي جرمنو په تېره، وسله والو غلاوو او انسان تښتونو اندېښمن کړي او له امنیتي بنسټونو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
هېوادوال همداراز، له امنیتي او قضايي بنسټونو غواړي چې د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره د جنايي جرمونو عاملانو ته سخته سزا ورکړي.
یو شمېر ښاریان زیاتوي، دا ډول پېښې ورته په سرخوږي بدلې شوي.
د کابل ښار اوسېدونکي اسدالله وايي: «د صرافانو، ډاکټرانو او نورو کسانو تښتول ډېر شوي. کله چې څوک د کار یا دفتر خوا ته ورځي، پر لاره برمته کېږي.»
د چارو ځينې شنونکي وايي، د جنايي او امنیت ضد پېښو د کابو کولو لپاره نوې تګلارې جوړولو او عملي کولو ته اړتیا ده. د پوځي چارو کارپوه صادق شینواری وايي: «د دا ډول جرایمو کموالی د یو لړ مسلکي ګامونو پورته کولو ته اړتیال لري. په دې برخه کې باید د اسلامي امارت مسوولان جدي واوسي.»
خو کورنیو چارو وزارت وايي، په هېواد کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ښه شوی او په وینا یې په ټول هېواد کې د مجرمانو د نیونې لپاره هڅې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند عاقل عزام وايي: «د تېرو څو میاشتو پر مهال په ټول هېواد کې لسګونه کسان د برمتهکوونکیو له منګلو راخلاص شوي.»
په دې اړه مو اندونه