Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې تېره میاشت ۳۲۰ جنایي پېښې ثبت شوي

د کابل امنیه قوماندانۍ وایي چې په وروستۍ یوه میاشت کې په پلازمینه کابل کې ۳۲۰ جنایي پېښې ثبت شوي او د دغو پېښو په تړاو یې ۲۷۵ تنه نیولي دي. 

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ ډاډ ورکوي چې په هېواد کې د جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه هڅې دوام لري. 

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه: « د کابل په امنیه قومندانۍ کې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۳۲۰ جنایي پېښې ثبت شوي چې ۲۷۵ تنه مو نیولي او په تېره یوه میاشت کې ۱۲ پېښې د وژنې ثبت شوي دي.»

په ورته مهال، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د هدفي وژنو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

دوی له امنیتي بنسټونو غواړي څو د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د هدفي وژنو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکي، عبدالجبار وویل: « په لومړیو کې یوه څه وخت ښه وه، بیا خراب شو. اوس نو که له اتو بجو وروسته له کوره ووځئ، هر څه در څخه اخلي. له حکومته مو هیله ده چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ډېرې هڅې وکړي تر څو خلک کار، هټۍ، ښوونځي او بل هر ځای ته په ارامۍ سره لاړ شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، منصور هم وویل: « امنیت یو څه ښه وه، په دې اخرو کې لږ څه نا ارامي شوې او هدفي وژنې ډېرې شوي دي. د شپې تر ۷ او ۸ بجو وروسته ګواښوونکې وي څوک بهر ته نه شي راوتلی.»

دا په داسې حال کې ده چې، په تېره یوه اوونۍ کې د پلازمېنې په ځینو برخو کې څو تنه د بېلابېلو لاملونو له کبله د ناپېژندو وسله والو له لوري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه