Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوځي چارواکی: ځينې ډلې هڅه کوي چې بامیان ناامنه کړي

د ۲۰۳ منصوري قول اردو د پنځمې لوا قومندان چې په اوس اوس له ۱۵۰۰ پوځي ځواکونو سره بامیانو ته تللی دی، د دغه ولایت د ناامنه کولو لپاره د ځينو ډلو له هڅو خبره کوي.

پر سپکو او درنو وسله د سمبالو دغو ځواکونو شمېر پنځلس سوو تنو ته رسيږي. دوی له پکیتا نه بامیانو ته تللي دي.

د منصوري قول اردو د پنځمې لوا قومندان د ځينو ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ د بامیان د نا امنه کولو لپاره د یو شمېر کسانو د فعالیت خبره کوي.
          
د منصوري قول اردو د پنځمې لوا قومندان ملا محمد شیرین وايي:«دلته د پرو لاسونه کار کوي او هڅه کوي چې امنیت خراب کړي او موږ او تاسو ته بېلابېلې ستونزې راولاړوي. هغوی یوازې پیسې لګوي، یهود او نصارا زموږ او تاسو ابدي دښمنان دي.»

خو دغه ولایت ته کوم کسان ګواښ دي؟
 
د منصوري قول ادرو د پنځمې لوا د پلان او اپراسیون رییس علامحمد بختیار څرګندوي:«د دویم مقاومت خبرې کېږي، اړتیا ده چې د بامیان ټول خلک له موږ سره همکار واوسي دا چې د بامیان امنیت خراب نه شي.»

تر دې وړاندې هم په پنجشیر، کاپیسا او پروان ولایتونو کې د مقاومیت جبهې د فعالیتونو د زیاتېدو رپوټونه خپاره شوي دي.

بل خوا د بامیانو یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت ځينې ځواکونه د خلکو په ځورولو تورنوي.
 
یوه قومي مشر په دې هکله وویل:«هر څوک چې دغې سیمې ته راغلی، هر چا په خپل وار چیک پاینټ جوړ کړی، د والي خبرې هم نه اورېدل کېږي، خلک ځورول شوي دي.» 

یو دیني عالم هم وايي:«هر مسوول چې دی باید د شهیدانو پاکو موخو ته خیانت ونه کړي.»

په بامیان کې پوځي چارواکي وایي، چې د مخالیفنو هر ډول فعالیتونه یې تر جدي څار لاندې دي او ظاهراً په بامیان کې د دغې لوا د مېشتېدو یو لامل دغلته په راروان پسرلي کې د احتمالي ګواښونو کابو کول دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه