Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رینا امیري له قطري چارواکو سره د افغان ښځو پر وضعیت خبرې وکړې

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له یو شمېر قطري چارواکو سره د بشري حقونو او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

مېرمن امیري نن سهار په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو له استعدادونو څخه باید د ثبات او سوکالۍ پر لور کار واخیستل شي.

اميري وويل، هغې د قطر له چارواکو سره د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د اسلامي نړۍ د مشرتابه پر اهميت هم خبرې کړې دي. هغه وویل چې د قطر ښځینه مشرانې د خپل هیواد د پرمختګ لپاره په عامه او سیاسي پلانونو کې د مسلمانو میرمنو غوره بیلګه ده.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي دي چې د قطري موزیم د بورډ له مشرې میاسه آل ثانی سره یې د افغان ښځو او هنرمندانو د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

اميري په ټويټر وويل: "زه څو ورځې په دوحه کې وم او په افغانستان کې مو د ښځو د حقونو او بشري حقونو او په دې مسايلو کې د اسلامي نړۍ د رهبرۍ پر اهميت خبرې وکړې."

اغلې امیري دا هم وویل چې په دوحه کې یې د امریکا له یو شمېر متحدینو او همکارانو سره د نجونو د ښوونې، کار ته د ښځو د راستنېدو او د بشري حقونو په برخه کې د هڅو د همغږۍ د اهمیت په اړه مشورې کړي دي.

اميري وويل، په افغانستان کې پرمختګ د ښځو، نجونو او د خطر سره مخامخ ټولنو د غړو په پرمختګ پورې اړه لري. د هغې په وینا د افغان نجونو د روباټیک ټیم د افغان نجونو د استعداد، بصیرت او هویت پیاوړی انعکاس دی.

د ښځو او نجونو حقونه، په ځانګړې توګه د زده کړې او کار حق، د تېر حکومت له نسکورېدو راهیسې جنجالي مسایل ګرځېدلي دي. نړیوالې ټولنې تل د ښځو او بشري حقونو په درناوي ټینګار کړی او دا مسایل یې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو لپاره د شرطونو یوه برخه ګڼلې ده.

خو اسلامي امارت تل ویلي چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول خلک د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپل ټول حقوق لري.

په همدې حال کې په ۱۴۰۰ ښوونیز کال کې د هېواد په ډېرو برخو کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي څخه وتلې دي. خو په دې وروستیو کې د هېواد پوهنتونونه بیا د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه