Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تښتوونکو غوښتنه؛ پیسې راکړئ کنه د عبدالرووف لاس پرې کوو

په بلخ کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف کورنۍ وايي چې اوس اوس یې له تښتوونکو څخه خبردارۍ ترلاسه کړی دی که چېرې هغه پیسې چې غواړي یې ور نه کړل شي، عبدالرووف به له بد برخلیک سره مخ کړي او د هغه لاس به پرې کړي.

د عبدالرووف د کورنۍ په وینا، تښتوونکو د هغه د ازادېدو په بدل کې ۶۰۰ زره ډالره غوښتي دي. ۱۷ میاشتې کېږي چې عبدالرووف د تښتوونکو په بند کې دی.

د تښتول شوي عبدالرووف کورنۍ د خپل زوی د برخلیک د روښانه کولو لپاره یو ځل بیا کابل ته راغلي او د خپل زوی د پیدا کېدو غوښتنه لري.

دوی وايي، تېر او اوسنی حکومت د دوی د زوی په ژغورلو کې ناکامه دي.

د عبدالرووف پلار حاجي نبي وايي:«دغه اسلامي حکومت راغی ولې په اوو میاشتو کې پيدا نه شو، اوس پلمه نشته، چې هغه بوته او هغه بوته. والي د امارت دی، قومندان د امارت دی، استخبارات د امارت دي ټول د امارت دي، ولې نه پيدا کېږي؟ د ده د نه پيدا کېدو د لامل په هکله دې ځواب ورکړي، په اوو میاشتو کې څنګه پیدا نه شوو.»

د عبدالرووف مور په ژړغوني غږ وايي، که چېرې انسان تښتوونکي د هغې زوی ته څه زیان ورسوي؛ نو مسوولیت به یې د اسلامي امارت پر غاړه وي.

د عبدالرووف مور زهره زیاتوي:«وې ویل که چېرې تاسې موږ ته پیسې را نه کړئ د زوی ګوتې مو پرې کوو، دا معصوم ماشوم څه ګناه لري چې لاسونه یې پرې شي، ایا امیرالمومنین سترګې نه لري چې وویني، غوږ نه لري چې واوري؟»

اسلامي امارت لاتر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

عبدالرووف د ۱۳۹۹ کال د لړم پر یولسمه د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو د ښوونځي له لارې تښتول شوی او لا تر اوسه د انسان تښتونکو په منګلو کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه