Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاطمه ګیلاني: ا.ا دې د رسمیت پېژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

د تېر حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني د ترکیې له ټي، آر، ټي ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره باید عملي ګامونه پورته کړي او هغه څه یې چې، ژمنه کړې عملي کړي.

د تېر حکومت د مرکچي پلاوي غړې فاطمه ګیلانې وايي:«نړۍواله ټولنه د افغانستان د هر وګړي سترګو ته وګور. که چېرې د افغانستان خلک دغه حکومت د خپل حکومت په توګه په رسمیت وپېژني، نو نړۍ هم باید دغه حکومت په رسمیت وپېژني.»

مېرمن ګیلاني زیاتوي، لا هم په افغانستان کې رېښتینې سوله نه ده راغلې:«ښځې او نارینه، لوی او واړه راته وايي، موږ جګړه نه غواړو، موږ غواړو مشخص راتلونکی ولرو. هغوی د یوه سوکاله او پرمختللي او داسې یوه هېواد غوښتونکي دي چې، خلک یې ټولو روغتیايي او روزنیزو اسانتیاو ته لاسرسی ولري.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون هم په یوه ټویټ کې ویلي، د ټولنې د ټولو پرګنو غږونه باید د افغانستان په اوسني حکومت کې واورېدل شي او د داسې مذاکراتو غوښتنه یې کړې چې، ښځې هم په کې ګډون ولري.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي دي:«په دغه هېواد کې د حکومتوالۍ د څرنګوالي په تړاو د ښځو او نارینه وو په ګډون د ټولو افغانانو غږ باید واورېدل شي او دا د ثبات او ټول ګډونوالي کلۍ ده.»

خو د اسلامي امارت مسوولین اوسنی سرپرست حکومت ټولګډونه ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت دم ګړۍ داسې یو نظام جوړ کړی دی چې د ټول هېواد استازیتوب کوي او پياوړي کېدو او بشپړېدو په حال کې دی.»

له څه باندې اوو میاشتو راهیسې، سره له دې چې، یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپلې سیاسي استازولۍ پرانېستي؛ خو لا تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه