Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پښتو ادبیاتو مشهور لیکوال حبیب الله رفیع د ناروغۍ په بستر کې

د پښتو ادبیاتو مشهور لیکوال او څېړونکی حبیب الله رفیع د ناروغۍ په بستر کې دی. ښاغلی رفیع د شکرې ناروغۍ لري، دې سربېره چې په دې وروستیو میاشتو کې پاکستان کې درملنه شوې خو لا هم په بشپړه توګه روغ شوی نه دی.
  
نوموړی اوس بېرته هېواد ته راغلی؛ خو دلته هم له خپلې کورنۍ لېرې، د خپلو کتابونو ترڅنګ شپې او ورځې تېروري.

۷۶ کلن استاد حبیب الله رفیع د پښو ژبې اوادبیاتو وتلی لیکوال دی او په کلونو یې د علومو په اکاډمۍ کې د سرڅېړونکي په توګه کار کړی دی.

ښاغلی استاد رفیع له کلونو راهیسې د شکرې له  ناروغۍ ځورېږي.
 
لیکوال او څېړونکی حبیب الله رفیع وايي:«په یوه یا یو نیم وروستي کال کې د شکرې ناروغۍ ما کړوي، په دې وروستیو وختونو کې پښې مې تڼاکې شوې دي او د درملنې لپاره یې اسلام اباد ته ولاړم.»

ښاغلي استاد رفیع له ۶۰ کالو زیات د څېړونکي په توګه کار کړی دی. دی د پښتو ژبي د فولکلور ادبیاتو د څېړنې بنسټګر دی او تر اوسه یې ۱۲۰ آثار چاپ شوي دي.

ښاغلي رفیع زیاته کړه:«زما تر ټولو مهم او لومړنی اثر «د خلکو سندرې» نومېږي چې د خلکو له خوا یې ډېر هرکلی شوی او اوس هم د خلکو د استفادې وړ دی.»

د پښتو ژبي دغه وتلي لیکوال تر اوسه د افغانستان او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له لوري ۳۰، ستاینلیکونه، مډالونه او نور ورته ویاړونه خپل کړي دي.

د ښاغلي رفیع همکار محمد نبي تدبیر په دې هکله وايي:«۲۰ کلونه کېږي چې له رفیع صاحب سره همکار یم او هڅانه لیکوال دی او هر کال ۳ اثره چاپ وي.»

د ښاغلي رفیع اثار تر ډېره د تاریخ، ادبیاتو، فلکور ادبیاتو او اجتماعیاتو په برخه کې چاپ شوي دي. او وروستی اثر یې «اسرارالافغان» دی چې په دري ژبه لیکل شوی دی. 

نوموړی څلور لوڼې او دوه زامن لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه