Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره هېواد کې نوروز ونه لمانځل شو

نن د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشې لومړنۍ نېټه ده چې د کال لومړۍ ورځې یا نوروز سره سمون لري. هر کال په دې ورځې د حضرت علي جنډه په ځانګړو مراسمو او د دولتي چارواکو، د کورنیو او بهرنیو مېلمنونو په حضور کې مزارشریف کې حضرت علي ته په منصوب زیارت کې پورته کېده خو سږکال دغه مراسم ترسره نه شول.
 
دوی د جنډې د پورته کېدو او د نوروز جشن په مراسمو کې د ګډون لپاره د مزارشریف روضې ته راغلي دي، خو  د تېرو کلونو پرخلاف سږکال جنډه نه پورته کیږي.
 
د بلخ اوسېدونکی احمدشریف وايي:«له بده مرغه سږکال جنډه پورته نه شوه. د جنډې پورته کول سنت دی چې زرګونه کلونه کېږي په هېواد کې دود دی.»

د بدخشان اوسېدونکی میرویس هم څرګندوي:«د نوروز جشن پخوا په مزارشریف کې به یو شانداره جشن و. دا د خلکو دود او کلتور دی چې دلته راځي او نوروز لمانځي.»

د دغو مېلمنو په ډله کې یو دوه اویا کلن سړی هم  لیدل کېږي، چې له کابل نه مزارشریف ته راغلی دی.

د کابل اوسېدونکي فقیرحسین وویل:«ټولو په ډېرې خوښۍ، خوشحالۍ او د نعره الله اکبر سره د مولا علي جنډه پورته کوله.»

یو شمېر هغه هېوادوال چې د نوروز په جشن کې د ګډون لپاره مزارشریف ته راغلي دي، د جنډې پر نه پورته کېدو نیوکه کوي، خو د امنیت پر ټینګښت خوښ دي.
 
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس عطامحمد ساهو هم څرګنده کړه:«د اطلاعاتو او کلتور ریاست او فرهنګي کمېسیون ډېر شمېر فرهنګي پروګرامونه لري؛ سپورټي پروګرامونه لکه وزلوبه او همدا ډول د مشاعرې جشن لرو.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله په جلا جلا پیغامونو کې د نوي لمریز کال مبارکي ویلې ده او ویلي یې دي، چې هیله من دي، په نوی کال کې هېوادوال د سولې او ټیکاو شاهدان وي.

په تېرو کلونو کې جګپوړو حکومتي چارواکو حضرت علي ته د منسوب زیارت د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې ګډون کاوه او تر دغه جشن وروسته به تر څلویښتو ورځو پورې بېلابېل کلتوري،سپورټي، تفریحي او ورته نور پروګرامونه ترسره کېدل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه