د افغانستان موج تحول ګوند نن (جمعه) په یوې ناسته کې غوښتنه وکړه چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي.
د موج تحول ګوند یو شمېر غړو د بندو ښوونځیو د پرانېستې په تړاو په یوې غونډه کې وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د کړیو ژمنو پر خلاف پرېکړه ده.
د موج تحول عړی عبدالسمیع بیات وايي: «موږ د نجونو ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوو، ځو د افغانستان نجونې له دې بنسټیزو حقونو څخه بېبرخې نهشي.»
د دې ګوند یوه بله غړې سیما سحر وايي: «ټولې خویندې، مېرمنې، میندې او د افغانستان ټولې مېرمنې ان له خپلو والدینو سره لاریون کوو او د پوهنې وزارت دروازې بندوو.»
د دې ګوند غړيو په یوه پرېکړهلیک کې ویلي، د سرپرست حکومت په دې کار سره به افغانستان د سیاسي او اقتصاد له اړخه منزوي شي.
د موج تحول بله غړې فرزانه حمید وايي: «خلکو تمه درلوده چې له څو میاشتني ځنډ وروسته به د ۱۴۰۱ کال د وري په درېیمه د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. دا ډېر د افسوس ځای دی چې د اسلامي او نړۍ هېوادونو خلاف د ښوونې او روزنې بنسټونو په تېره د نجونو ښوونځیو دروازې بندې دي.»
بلپلو د ښځو د حقونو ځينې فعالانې او ښوونکي وايي، نه ښايي چې د هېواد نجونې له زدهکړو بېبرخې شي.
د مېرمنو د حقونو فعاله نرګس سادات وايي: «که د نجونو د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې شي، ستر ناورین په منځته راشي، فکر نهکوم چې نور دې څوک په دې باور وکړي چې په دې هېواد کې ژوند وکړي.»
د حکمتالله منیر زاده په نوم یو ښوونکی وايي: «د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل د خلکو او طالبانو تر منځ بېباوري رامنځته کوي او په ټولنه کې ناهیلي ډېروي.»
دا په داسې حال کې ده چې پوهنې وزارت پرون وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو لپاره یې یوه طرحه ریاست الوزرا ته وړاندې کړې؛ نو وبه لېدل شي چې ښوونځی به څه وخت پرانېستل شي.
په دې اړه مو اندونه