د کونړ ولایت په وټه پورې ولسوالۍ کې یوې کورنۍ چې اته کاله وړاندې یې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې څوارلس غړي وژل وو؛ اوس له امریکا څخه د تاوان غواړي.
د قربانیانو د کورنۍ غړی سفیر خان چې د خپلې کورنۍ د مړو شویو غړو د قبرونو پر سر ولاړ و، طلوعنیوز ته داسې وویل: «د بهرنیانو راتلو موږ ته دغه ګټه رارسولې چې دغه مې د ورور، وراره، خوريي، اوښي، مور، خور، خورزې، خوریي او د کورنۍ د څلوارلسو کسانو قبرونه دي.»
د دې کورنۍ غړي ادعا کوي چې امریکايي ځواکونو له برید وروسته د دوی شپږ کلنه ټپي لور له ځانه سره امریکا ته وړې وه، خو لا هم د هغې برخلیک معلوم نهدی.
سفیر خان زیاتوي: «دومره څوک نهشته چې د هغې پوښتنه وکړي چې هغه دې خپل وارث ته ورسېږي. ډېرې نارې مو ووهلې چې هغه راکړي، خو تر اوسه نهده راکړل شوې.»
د یادې کورنۍ غړي وایي، په افغانستان کې چې بهرنیو ځواکونو کوم بېګناه خلک وژلي، باید حساب یې ورکړي، ځکه په وینا یې د بېګناه وژل شویو کورنۍ غړي اوس په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي.
د وژل شویو کسانو نږدې خپلوان حسن خان وايي: «د دې ماشومانو پلار نهشته بېسرپرسته پاتې دي او نه هم داسې څوک شته چې د دې ماشومانو کفالت وکړي.»
د وژل شوي کس لور شکیلا وايي: «د نورو پلرونه چې وینم، بوټان ورته راوړي او نور شایونه ورته راوړي، خو زه ډېره زیاته خفه کېږم.»
شاوخوا اته کاله وړاندې د سفیر د کورنۍ څوارلس غړي چې پهکې مېرمنې او ماشومان هم شامل وو، په داسي حال کې د امریکایي ځواکونو د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول چې له اسعداباده کور ته پر لار په یوه موټر کې روان وو.
په دې اړه مو اندونه