د افغانستان بانک په نیمروز ولایت کې د افغانیو د دودولو په موخه د هر ډول بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګاوه. په نیمروز کې له ۹۰ سلنې زیاته ورځنۍ راکړه-ورکړه په ایراني تومانونو ترسره کېږي، خو د نیمروز ولایت سیمهییز چارواکي وايي، له دې وروسته به له هغو کسانو سره چې د بهرنیو اسعارو په راکړې-ورکړې کار کوي، جدي چلند کېږي.
د مرکزي بانک ویاند صابر مومند وايي: «موږ د نیمروز ولایت د وروستي اقدام ستاینه کوو او په خپلو ټولو ګرانو هېوادوالو غږ کوو چې په خپلو کورنیو او سوداګریزو راکړو ورکړو کې له افغانیو ګټه پورته کړي.»
ورته مهال د نیمروز ولایت اوسېدونکي سره له دې چې په دې ولایت کې د افغانیو د دودلو په تړاو د افغانستان بانک له پرېکړې هر کلی کوي، خو زیاتوي چې دا پرېکړه باید په زغم سره عملي شي، ځکه په وینا یې په یو ځل له زرنج ښاره د تومانو ټولول شونې نهده.
په زنج ښار کې یو هټیوال نعمتالله وايي: «دا کار باید د یوې برنامې له مخې پر مخ لاړ شي، ځکه ټول خلک د ایران له پیسو سر سر و کار لري.»
د نیمروز ولایت اوسېدونکی عبدالغفار تاجک وايي: «زموږ پیسې نه مني، کله چې موږ بازار ته افغانۍ یوسو موږ ته څه نه راکوي، که سل زره افغانۍ هم یوسو، موږ ته هېڅ نه راکوي.»
د اقتصادي چارو ځينې شنونکي هم په هېواد کې پر افغانیو د راکړې ورکړې دودېدل د هېواد د اقتصاد په ګټه بولي.
یو اقتصاد پوه محمد حسن مختار وايي: «کله چې بهرني اسعار یا تومان په نیمروز کې له ورځنیو معاملو لرې شي، افغانۍ یې ځای نیولای او څرخېدای شي.»
له لسګونه کلونو راهیسې په نیمروز ولایت کې خلک په خپلو ورځنیو چارو کې له ایراني تومانو ګټه اخلي. د ایران پولې ته نږدې د دې ولایت اوسېدونکي له افغانۍ سره نااشنا دي. په تېرو کلونو کې هم پهدې ولایت کې په وار-وار د ایراني تومانو پر کارونې بندیز لګېدلی وو، خو لکه څنګه چې لېدل کېږي چندانې ګټور نه وو.
په دې اړه مو اندونه