Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: هېڅ هېواد باید افغانان بالمثل عمل ته اړ نه‌کړي

ملي دفاع وزارت پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي او ځمکني بریدونه ظالمانه بولي او خبرداری ورکوي چې هېڅ هېواد باید افغانان اړ نه‌کړي چې بالمثل عمل وکړي.

د راپورونو له مخې د جمعې په شپه پاکستانۍ الوتکو د خوست او کونړ ولایتونو په ځینو برخو هوايي او ځمکني بریدونه وکړل چې له امله یې څه باندې ۴۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شول.

د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: «هېڅ هېواد باید افغانان و نه ازمايي او افغانان دې بالمثل عمل ته نه اړ کوي، ځکه افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې ده چې د هېڅ یرغلګر پر وړاندې بې‌ځوابه نه پاتې کېږي.»

په همدې حال کې نن سهار د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې قهرجنو لاريون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې وکړه چې پاکستان دې پر افغان خاوره دا ډول برید تکرار نه‌کړي.

یو لاریون کوونکي وویل: «پاکستان زموږ پر خاورې تېری کړی دی، ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي، موږ غچ اخلو او پاکستان نه‌ منو.»

د خوست اوسېدونکو د شنبې په ورځ هم ورته لاريون وکړ. د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بریدونو او توغندويي بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه بللې ده. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم دا د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني وايي: «پاکستان باید بښنه وغواړي او په پای کې دې د خوست او کونړ د ټولو شهیدانو ته تاوان ورکړي.»

په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د دې بریدونو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما هم اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې پر ملکي وګړو باید بریدونه و نه‌شي.

بل‌خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د غورځنګ د مشرتابه غړي محسن داوړ هم پر دې بریدونو خواشیني ښودلې ده. منظور پښتین ویلي، په افغانستان کې د کلونو کلونو جګړې لامل د پاکستان سټراټیژیکه تګلاره ده.

پاکستانی ژورنالیست طاهر خان وايي: «افغانستان او پاکستان په داسې یو حالت کې دي چې نور جګړه نه‌شي زغملی، ځکه دواړه هېوادونه باید جګړې پر ځای د خبرو لاره غوره کړي.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان له خاورې د دوی سرحدي ځواکونه په نښه شوي او له افغان حکومت سره له پرله پسې تماسونو سره-سره هم دغه بریدونه دوام لري.

په‌دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري او غواړي له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه