Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست او کونړ کې د پاکستان بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خوست او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستاني ځواکونو د هوايي او توغندیزو بریدونو په پایله کې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې د جمعې په شپه پاکستانۍ الوتکو د دې ولسوالۍ ځینې سیمې بمبارد کړې دي. یو شمېر عیني شاهدان وايي، په‌دې بریدونو کې له څلوېښو ډېر کسان وژل شوې دي.

د پېښې عیني شاهد رسول جان وايي: «په یوه کور کې څلور، په بل کې نهه او بل کور کې اووه ویشت کسان شهیدان شوي او له شلو ډېر کسان ټپیان دي.»

ورته مهال د دې پېښې یو شمېر ټپیان چې د خوست ولایتي روغتون ته لېږدول شوي وايي، هوايي بریدونه د دوی پر کورونو شوي.

د پېښې ټپي پیر جنت طلوع‌نیوز ته وویل: «د شپې درې بجې بمباري پیل شوه، کورونه ونړېدل، ښځې او نجونې، څلوېښت کسان شهیدان شول او پنځلسو نه تر شلو کسانو پورې ټپیان شول.»

د پېښې بل ټپي رنګین خان وايي: «درې الوتکې راغلې، دوره یې وکړه او لومړی یې زموږ کور په نښه کړ.»

بل‌پلو که څه هم د خوست ولایت د پولیسو قومندان پر سپېرې ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونو پخلی کوي، خو په ‎‌دې پېښه کې د اوښتو تلفاتو په اړه جزییات نه‌ ورکوي.

له بلې خوا د کونړ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس تاييدوي چې د دې ولايت د شلتن ولسوالۍ په چوګام سيمه د پاکستانيو پوځيانو د توغنديو د لګيدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. د هغه په ​​وينا، دا پېښه تېره شپه رامنځ‌ته شوې ده.

د پوځي چارو کارپوه صادق شینواري په‌دې اړه وايي: «د خوست او کونړ ولایتونو په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو هوايي او ځمکني بریدونه د افغانستان په هوايي حریم ښکاره سرغړونه او لاسوهنه ده.»

د پاکستان هوايي ځواک له لوري دا بریدونه د اسلامي امارت د چارواکو او یو شمېر سیاستوالو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو بریدونه چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي، په کلکه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل، د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه او د بشریت ضد جنایت بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي، اسلامي امارت په خوست او کونړ کې په مېشتو مهاجرینو د پاکستان «ظالمانه» بریدونه په کلکو ټکو غندي. هغه زیاته کړې پاکستان دې په داسې مسایلو کې دافغانانو حوصلې نه ازمایی او ورته تېروتنې دې نه تکرار وي، که‌نه «بدې پایلې»به ولري.

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خوست او کونړ کې د پاکستاني ځواکونو د هوایي بریدونو په خاطر احضار کړی. یاد وزارت په ټویټر کې لیکلي، په دې ناسته کې چې د دفاع وزارت مرستیال هم ګډون درلود، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان وروستی هوایي برید غندلی دی.

بل‌پلو که څه هم د خوست ولایت د پولیسو قومندان پر سپېرې ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونو پخلی کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه