په هېواد کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو له نه پرانیستل کېدو څه باندې اته میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د پوهنې وزارت له لوري په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده په ډاګه شوې.
له دې سره هم مهاله، د افغان نجونو او مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې چې د اسلامي هېوادونو له یو شېر سفیرانو سره یې کتلي دي، وایي چې په دې کتنه کې هوکړه شوې ده چې اسلامي هېوادونه د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.
د افغان نجونو او مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:«هوکړه وشوه چې اسلامي نړۍ په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي. د طالبانو سیاستونو نجونې او ښځې له زده کړو او کارکولو بې برخې کړې دي. دا د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، نه لیدل کېږي.»
ورته مهال له شپږم ټولګي پورته ځينې زده کوونکې وايي چې ښوونځيو ته د تګ لپاره شېبې شمېري.
زده کوونکې صفیه وايي:«په سږني اختر کې په تمه وو چې اسلامي امارت موږ ته د ښوونځیو د پرانیستو ژمنه راکړي خو به بده مرغه تراوسه هېڅ خبر نشته.»
بل خوا په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په دې تړاو داسې نظر لري.
د ښځو د حقونو په چارو فعاله نویده څرګندوي:«له هرې غونډې او هڅې چې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو لپاره کېږي هرکلی کوو؛ اسلامي هېوادونه پر طالبانو مستقیمه اغېزه لري، ځکه چې هغوی د خپل دین سرچینې پېژني.»
د ښځو د حقونو په چارو فعاله مریم معروف آروین هم وايي:«هیله لرم هغه دریځونه چې په دې برخه کې نیول شوي په ریښتنیې توګه د افغانستان د ښځو په ملاتړ وي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره پر حاکمې ډلې ستر فشار لامل شي.»
په وروستیو میاشتو کې د متوسطې اولېسې دورې د ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په وروستیو میاشتو کې، ځينې هېوادونو، نړۍوالو بنسټونو او یو شمېر دیني عالمانو په وار وار په افغانستان کې د نجونو د متوسطو او لېسو پر بېرته پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه