Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اکسفورډ ټولنه کې د حمدالله محب وینا ته د خلکو اعتراضونه

په بريټانيا کې مېشتو لسګونو افغانانو د دې هېواد د اکسفورډ پوهنتون ټولنه کې د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د وينا پر مهال اعتراض وکړ.

په لندن کې د دې پوهنتون مخې ته چې یو شمېر مېشت افغانان ورټول شوي وو، د حمدالله محب پر ضد یې شعارونه ورکړل او نوموړی یې د تېر حکومت د پرځېدو مسوول وباله.

ورته مهال په‌دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپرې شوې ویډیو ښيي چې په بریټانیا کې یو میشت افغان له حمدالله محب سره ناوړه چلند کوي.

د مخکېني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پخواني حکومت په تړاو د وینا لپاره د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون ته بلل شوی و، خو د هغه وینا جنجالي شوه.

د نړیوالو چارو شنونکی جاوید سنګدل  په‌دې اړه وايي: «د افغانستان د پرځېدو او د افغانستان د ارزښتونو له منځه وړلو یو له بنسټیزو برخو څخه د دې شخص کمزوري وه. د خپل ماموریت پر مهال و نه توانېد چې د افغانستان لپاره نوي ارزښتونه جوړ کړي، د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې وساتي، احساساتي خبرې دې نه‌‌کوي، دافغانستان، سیمې او نړۍ د شرایطو له تحلیل، ارزونې او درک پرته دې پرېکړه نه‌کوي.»

حمدالله محب په خپلو خبرو کې د مخکېني حکومت د پرځېدو یو لامل د رسنیو ناسم تبلیغات وبلل. نوموړي طلوع نیوز هم د مخکېني پوځ په تړاو د راپورونو د خپرېدو له امله پړ وباله.

د مخکېني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي: «زموږ حکومت ځکه وپرځېده چې د یوې موخې لپاره هېڅ یووالی نه و. د افغانستان رسنیو تبلغ کاوه او ویل یې چې موږ ولې نه وایو چې د افغانستان پوځ د کمزورتیا ټکي لري او دا  دقیقاً هغه څه وو چې د سرتېرو د روحیې د کمزورې کېدو لامل شول. کله چې طلوع نیوز پرلپسې راپورونه خپرول چې د افغانسان پوځ ناتوانه دی او طالبان پرمختګ کوي او افغان پوځ د ضعف ټکې لري او په طالبانو کې هېڅ ضعف نه‌شته او طالبان بدل شوي دي. له هغوی سره یې مرکې کولې او ..فکر کوئ چې د افغانستان اردو دا د ځان په ګټه بلله، نه هېڅکله نه.»

تر دې وړاندې د پوهنتون یو شمېر استادانو او زده‌کړیالانو په یوه انلاین لیک کې د اکسفورډ له ټولنې غوښتنه کړې وه چې په دې پوهنتون کې د حمدالله محب وینا لغوه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه