Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټ: ډېر ژر به د ا.ا پر مشرانو د بندیزونو برخلیک روښانه شي

یوې امریکایۍ ورځپاڼې په خپل یوه تحلیلي رپوټ کې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به تر راتلوونکو ۱۵ ورځو د اسلامي امارت پر مشرانو د نړیوالو سفرونو او مالي مسایلو په هکله د بندیزونو برخلیک مشخص کړي.

"ده هېل"  ورځپاڼې په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په جون میاشت کې د اسلامي امارت د مشرتابه غړو د بهرنیو سفرونو د محدودیتونو برخلیک روښانه کړي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا درې کاله مخکې په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو لپاره د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د ممنوعیت مسله ځنډولې وه.

د سیاسي چارو شنوونکې ثریا پيکان وايي:«ډېر ژر به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سرمشریزه به جوړه شي او د ملګرو ملتونو سازمان غړي به سره راټول شي او د دول مشرانو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي.»

په دې رپوټ کې راغلي چې، طالبانو د بهرنیو سفرونو لپاره له لنډ مهالې ازادۍ د افغانستان له تېر منتخب دولت سره د خبرو او د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د رعایتولو پر ځای له چین، روسیې او ځينو نورو ګاونډیو هېوادونو سره د هوکړو لپاره استفاده وکړه.

د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي څرګندوي:«امریکا دا د فشار د اهرم په توګه ساتي؛ خو د ځنډولو امکان یې هم ډېر دی چې دوام ورکړي. د دې لپاره چې امریکا بیا هم هیله لري چې د افغانستان لپاره د ډپيلوماټيکې حل لارې یوه روزنه پيدا شي او د دغه کار لپاره سفرونه مهم دي.»

اسلامي امارت لا تر اوسه د دغه راپور په تړاو څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک پر بنسټ دغې شورا د سپټمبر د یولسمې له پېښې مخکې د طالبانو د مشرتابه غړو پر سفرونو له بندیز لګولو سربېره، مالي او تسلیحاتي بندیزونه وغځول؛ خو درې کاله مخکې په دوحه کې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو لپاره یوازې د سفرونو بندیز وځنډول شول او دغه چاره تر اوسه روانه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه