Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د لمنځه وړلو په اړه د م.م غبرګون

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې کمېشنرې مېشل باشله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د لمنځه وړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا پرېکړه یې "په شاتګ" بللی دی.

اغلې باشله په یوې اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د لمنځه وړلو له کبله یې ټکان خوړلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې کمېشنرې همداراز زیاته کړې، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د وروستیو کلونو په سختو شرایطو کې ځانګړې چارې تر سره کړي د جګړې د قربانیانو په ګډون یې د ټولو افغانانو بشري مسایلو ته پاملرنه کړې ده.

اغلې باشله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو یو مهم شریک ګڼلی او ټینګار یې کړی چې دا کمېسیون په افغانستان کې د بشر حقونو لپاره یو پیاوړی غږ و او له منځه وړل یې په افغانستان کې د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره یو ګام شاته تګ دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ملي پخلاینې عالي شورا، د اساسي قانون پر عملي کولو د څار کمېسیون او د سنا مجلس او ولسي جرګې د دارالانشا‌ء هغه بنسټونه وو چې په وروستیو کې له منځه وړل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه