Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځينه خبریالانو د مخ پټولو حکم ته ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه

د افغانستان په ټلوېزیونونو کې د ښځينه ویاندویانو د مخ پټولو په هکله د اسلامي امارت حکم له ګڼو کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

اروپايي ټولنه، د بشري حقونو څار بنسټ او د بښنې نړۍوال سازمان هغه بنسټونه دي چې د دغې مسلې په غبرګون کې د دغه حکم د لغوه کېدو غوښتونکي دي.

په بهرنیو چارو کې د اروپايي ټولنې ویانده نبیلا مصرالي وايي:«موږ په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د بدلون په تړاو رپوټونه لیدلي دي. موږ د طالبانو له لوري د هغو نړۍوالو او بشري ژمنو نه عملي کېدو ته اندېښمن یوو چې، په تېرو لسېزو کې افغانستان ورته ژمن و. موږ د طالبانو کړنو او د هغو له لوري د نړۍوالو ژمنو رعایت ته ځانګړې پاملرنه لرو او تعقیب به یې کړو.»      

د بشري حقونو د څاربنسټ د ښځو د برخې استازې هېډر بار هم څرګندوي:«یو له هغو سختو کارونو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې باید ترسره کړي، دا دی چې د طالب چارواکو سفرونه بند کړي. د سفرونه معافیت هغوی ته د سولې د مذاکراتو له امله ورکړل شوی و او موږ یې پایله هم ولیده چې یوه واقعي سوله نه وه او هغه څه چې موږ یې اوس وینو دا دي چې طالبان له ښځو نه د هغوی حقونه اخلي او ښایي د هغوی پر سفرونو بندیز پر طالبانو یو کوچنی فشار وي څو خپل نظر بدل کړي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماسټ وېسټ او د بشري حقونو، ښځو او لږکیو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یولړ ټوېټونو کې له اسلامي امارت نه په دې برخه کې د بیاکتنې او یا د هغو سیاستونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده چې، د دوی په وینا د ښځو لپاره محدودوونکي دي.

د افغان ښځو، بشري حقونو او لېږکیو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري لیکلي:«د خپرونو د وړاندې کولو پرمهال د ښځينه ویاندویانو د مخ د پټېدو پر وړاندې له اعتراض سره د نارینه وو یوځای کېدل له ښځو سره د نارینه وو د پېوستون یوه پیاوړې نښه ده او دا د هغې رهبرۍ یو ډول دی چې افغانستان ورته اړتیا لري.»

د بښنې په نړۍوال سازمان کې د سوېلي آسیا استازې سیمرا حمیدي هم په دې هکله وايي:«افغان ښځې په سسټماټيک ډول له ښوونځيو، دندې، رسنیو او د افغانستان له ټولنې ګوښه کېږي.
طالبانو افغان ښځې دقیقاً ۱۹۹۶ کال ته ستنې کړې دي. دا کار باید ودرلو شي. نړۍواله ټولنه چېرې ده؟.»

د خپرونې ویانده هانیه دانیال وايي:«ډېر سخت کار دی، حتا موږ نه شو کولای چې اکسیجن په مستقیمه توګه واخلو، انسان په بشپړه توګه د ناراحتۍ احساس کوي.»

د خپرونې بله ویانده فرشته هم څرګندوي:«زه همدومره پوهېږم هر چا چې دا محدودیت وضع کړی دی په خپل ژوند کې یو ساعت دې تجربه کړي، بیا هېڅکله نه وايي چې ښځې او نجونې دې باید ماسک واغوندي او خپرونو ته ولاړې شي.»
     
له دې ټولو سره سره د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په یو لړ ټوېټونو کې په دې تړاو داسې ویلي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني لیکلي:«اصلي پوښتنه داده چې په جامو کې د تنوع پلویان چې د حجاب د جبري کېدو غوښتونکي دي، ولې یې د څو کلونو په لړ کې د نيکټايي د جبري کېدو پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی؟ که نیکټایي یونېفورم کېدلای شي، نو بیا ولې حجاب یونېفورم کېدلای نه شي؟»

د اسلامي امارت یو غړی جنرال مبین هم لیکلي:«یوازې ماکس نه منم که ریښتیا له ښځو سره غم شریکي کوئ نو ټیکری هم پر سر کړی او بنګړي به هم اچوئ.‏ یوازې پر ښځو بندیز نه،
له دې وروسته دې پر ټایي او پتلون هم کلک بندیز ولګېږي شریعت باید پر نر او ښځه یو رقم عملي شي ټایي په کوم دین کې شته؟ له امر بالمعروف نه د یوې خور غوښتنه ده.»

طلوع نیوز او په کابل کې نورو تصویري رسنیو د یکشنبې په ورځ په ټلوېزیونونو کې د ښځينه ویاندویانو د مخ د پټېدو په تړاو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت امر عملي کړ؛ خو طلوع نیوز په دې باور دی، چې د حجاب په رابطه هغه فرمان کې چې د اسلامي امارت د مشرله آدرسه ابلاغ شوی دی، د ښځينه ویاندویانو د مخ پټېدو ته هېڅ څرګنده اشاره نه ده شوې.

د روانې اوونۍ له یکشنبې ورځې راهیسې ښځينه ویاندویانو د ټلوېزیوني خپرونو پرمهال ماسک تړي او خپل مخ پټوي. دغه کار له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه