د ریاست الوزا سیاسي مرستیال وایي چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتنونکی دی.
مولوی عبدالکبیر چې نن (یکشنبې د غبرګولي په ۲۲مه) د حاجیانو د سفرونو د پیل په مراسمو کې خبرې کولې، له هغو کسانو چې د وروستو تحولاتو په پایله کې له هېواده وتلي دي بېرته دې هېواد ته راستانه شي.
نوموړي زیاته کړه:«اسلامي امارت د نړۍ له ټولو او مسلمانو هېوادونو سره ښې، دوستانه او د ورورولۍ اړیکې غواړي، موږ اسلامي هېوادونو ته ښه او د ورورولۍ پيغام لرو.»
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال سره له دې چې، د کوم هېواد نوم نه اخلي وايي، ځينې هېوادونه اسلامي امارت ته ستونزې جوړوي.
بلخوا د رییس الوزرا دویم مرستیال په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې، سږکال به له افغانستانه شاوخوا ۱۳ زره کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
عبدالسلام حنفي زیاته کړه:«۱۳ زره او ۵۸۲ تنه له مرکز، ولایتي حوزو څخه به د بیت الله شریفې زیارت ته ولاړ شي.»
د حج د زیارت کوونکو لومړنۍ افغان ډله د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر لور روانه شوه.
د حج ادا کولو لپاره ګډونوال محمد شریف وايي:«موږ ته یې سهولت رامنځته کړی دی، موږ ډېر خوشحاله یوو او اوس موږ د خدای کور ته ځوو.»
په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې، یو شمېر هېوادوال د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته روانېږي.
په تېرو دوو کلونو کې د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله د حج مراسم ډېر محدود وو.
په دې اړه مو اندونه