د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب نن (سېشبنې) په یوې خبري ناسته کې وايي چې، سږ کال به ۳۰ زره افغانان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.
ښاغلی ثاقب، زیاتوي، ټاکل شوې د زیارت کوونکو لومړنۍ ډله د غبرګولي په ۱۹ مه سعودي عربستان ته لاړه شي.
د هغه په وینا د سږني کال زیارت کوونکو ته ښه سهولتونه په پام کې نیول شوي او ښځو ته هم سهمیه ورکړل شوې ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست خبریالانو ته وویل:«سعودي عربستان سږکال افغانستان ته د حج ۳۰ زره سهمیه ورکړې ده چې په ټول هېواد کې به غوښتونکو ته په رڼه او عادلانه توګه ووېشل شي.»
د ښاغلي ثاقب په خبره، له کابل، هرات، بلخ او کندهار ولایتونو د زیارت کوونکو لېږد د خصوصي او دولتي هوايي شرکتونو له لارې کېږي. نوموړی زیاتوي، د زیارت کوونکو لپاره يې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست زیاته کړه:«د هر غوښتونکي لپاره د سږني حج مصرف ۳ زره او ۸۶۵ ډالره او ۹۸ سنټه ټاکل شوی چې په افغانۍ د هغه معادل ۲۷۷ زره او ۶ افغانۍ او ۷۴ پوله کېږي او د اهل تشیع هېوادوالو لپاره ۵۰ ډالره توپیر لري.»
د حج، عمرې او زیارتونو رییس عطاءالله خادم وايي، د حج په مراسمو کې شاوخوا ۸۰۰۰ مېرمنې، نږدې ۴ زره امارتي چارواکو او مسوولانو، مهاجرینو او د شهیدانو وارثینو ته سهمیه ورکړل شوې ده.
ښاغلی خادم زیاتوي، سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره ۳۸۳۳ نويو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس وویل:«د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره ۳ زره او ۸۰۰ نویو کسانو نوملیکنه کړې او دغه کسان تنظیم شوي او همدارنګه ۳۹۴۱ تنه مجاهدینو ته هم د حج په مراسمو کې سهمیه ورکړل شوې ده.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، سږ کال د هر حاجي ټول لګښت ۳۸۶۵ ډالره دی، خو اهل تشیع حاجیان به د حج مراسمو ته د جلا تګ له امله ۵۰ ډالره زیات ورکوي.
په دې اړه مو اندونه