Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کرزی: د دیني عالمانو غونډه د طالبانو خپل منځي غونډه وه

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی له العربیه شبکې سره په مرکه کې په کابل کې د دیني عالمانو غونډه د طالبانو خپل منځۍ غونډه ګڼي او وایي، چې د رسمیت پېژندلو مسله یوازې د داسې لویې جرګې په جوړېدو سره مطرح کېدلای شي، چې د هېواد د ټولو قومونو او قشرونو په ځانګړې توګه د ښځو استازې په کې حضور ولري.
 
پخوانی ولسمشر حامد کرزی «وروستۍ غونډه تر ډېره د طالبانو یوه خپل منځۍ غونډه وه، چې یو شمېر طالب چارواکو ه پکې حضور درلود. هغه څه چې ما یې څو میاشتې وړاندې غوښتنه کړې وه، لویه جرګه ده، خو دا د دیني عالمانو غونډه وه. عالمان د درناوي وړ دي، خو په لویه جرګه کې به د افغانستان د ټولو سیمو نارینه او ښځې ګډون ولري.»

ښاغلی کرزی د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنو پر نه آزادېدو د اندېښې په څرګندولو سره محمد اشرف غني د هېواد د جمهوري نظام د ړنګېدو مسوول ګڼي.

هغه وايي:«له هېواده د اشرف غني تلل د دولت، پوځ، پولیسو او نورو بنسټونو د ړنګېدو لامل شول او دغه کار دې ته لار هواره کړه چې نورو هېوادونو په هر ډول چې وغوښتل له موږ سره چلن وکړ، موږ خپله شتمني له لاسه ورکړه. څه باندې اوه مېلیارد ډالره مو امریکا واخیستل.»

بل خوا ښاغلی کرزی وایي چې نور به کله هم واک ته راستون نه شي او په افغانستان کې به د یوه عادي افغان په توګه پاتې شي: «ما د افغانستان د ولسمشر په توګه خپله څورلس کلنه دوره بشپړه کړې ده او د اساسي قانون له مخې مې واک بل ولسمشر ته وسپاره او نور به واک ته په هېڅ ډول او بڼه راستون نه شم.»

اوسني حکومت تېره اوونۍ د لویې جرګې په تالار کې د دیني عالمانو غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې پر نورو مسایلو سربېره له نړۍوالې ټولنې نه وغوښتل شول چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه