Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: نږدې ۲۷ زره کسان د بلخاب ناکراریو له کبله بې‌ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په بلخاب کې د وروستیو ناکراریو له امله شاوخوا ۲۷ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

د اوچا په اعلامیه کې راغلي، دغه سازمان به په سرپل کې څه باندې لس زرو او بامیان کې شپږ زرو بې‌ځایه شویو خلکو ته بشري مرستې وویشي.

د اوچا په اعلامیه کې راغلي: «زموږ همکاران په بلخاب کې څه باندې لسو زرو کسانو ته د خوراکي او نورو اړوندو توکو د برابرولو په حال کې دي. ډېری کورنۍ د سرپل ګاونډیو ولایتونو او بامیان ولایت ته په کډه تللي دي. په بامیانو کې زموږ ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې څه باندې ۶ زره بې ځایه شوي کسان شپې او ورځې تېروي. ملګري ملتونه او متحدین به یې یادو کسانو ته خواړه، روغتیايي خدمات او همداراز له نغدي مرستو سربېره نورې مرستې هم ورسوي.»

پوځي کارپوه عزیز ستانکزی وايي: «هر کله چې یو څوک د حکومت پر وړاندې مخالفت کوي، لومړی باید له هغوی سره خبرې وشي، که کوم قانوني وړاندیز یې دلورده، خو سمه ده، که نه یې درلوده، بله لاره خو شته، ولې باید د جنګ لارې هڅه وشي چې د ولسي وګړو ژوند په خطر کې شي.»

سیاسي کارپوه عزیز معارج وايي: «طالبان باید دواړه خواوې په نظر کې ونیسي، د یاغیانو پر وړاندې جګړه باید داسې وکړي چې ملکي خلکو ته زیان و نه‌ رسېږي، که ملکي خلک بې‌ځایه کېږي، دولت مسوولیت لري چې له هغوی سره مرستې وکړي.»

له بل لوري د سرپل سیمه‌ییز مسوولان وايي، په‌دې ولایت کې جګړه پای‌ته رسېدلې او دمګړۍ په بلخاب ولسوالۍ کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن وايي: «په بلخاب کې هېڅ ستونزه‌ نه‌شته. که بیا هم هېوادونه زړه سوی کوي، له بلخاب سره مرسته کوي، موږ په اړیکه کې یوو، مرستې راځي.»

له دې سره سم، د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس دې ولایت ته د سرپل او په ځانګړې توګه د بلخاب ولسوالۍ د اوسېدونکو د ورتلو مساله ردوي.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رییس صیف الرحمن محمدي وايي: «والي صاحب، امنیتي بنسټونو او امنیې قومندان صاحب خپله د یکاولنګ یک او یکاولنګ دو ولسوالۍ او مرکز ته ورغلي، موږ په بامیان کې هېڅ بې‌ځایه شوی نه‌لرو. دا ټول بې‌بنسټه تبلیغات دي.»

د کلیوالو او کوچیانو د شخړو د حل کمېسیون په‌دې وروستیو کې ویلي،  د دواړو خواو تر منځ په نښتو کې سلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه