د افغان-جاپان د روغتون مسوولان وايي، له نړیوال روغتیايي سازمان سره د دې روغتون د ځینو کارکوونکو قرارداد پای ته رسېدلی دی او په رضاکارانه ډول کار کوي.
د دوی په وینا، له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د دې روغتون د کارکوونکو قرارداد پایته رسېدلي دي.
د افغان-جاپان روغتون رییس زلمی پشتین وايي: «د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له پلي کوونکو بنسټونو سره تړون لاسلیکوي او هغوی له موږ سره تړون کوي، په دې منځ کې یو ځنډ رامنځته شوی دی، په ۱۳ د جولای زموږ تړون پایته رسېدلی دی او تر دې مهاله تړون نهدی شوی.»
د دې روغتون ځینې ډاکټران له عامې روغتیا وزارته غواړي چې دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي.
د دې روغتون یو ډاکټر عبادالله عباد وايي: «شاوخوا ۱۰ ورځې کېږي چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره زموږ تړون پای ته رسېدلی دی، خو کارکوونکي له تېرو لسو ورځو راهیسي د تړون له څرګندېدو پرته په رضاکارانه ډول خپلې دندې پر مخ وړي.»
د دې روغتون پرستار عبدالواحد وايي: «موږ په صادقانه ډول خپل خدمت ته دوام ورکوو، خو له خپلو ملاتړ کوونکو غواړو چې د دې روغتون د مالي ملاتړ او زموږ د تړون په اړه له موږ سره همکاري وکړي.»
بلخوا د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغو کارکوونکو د تړون پر غځولو کار روان دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «د روغتیا وزارت د افغان-جاپان د تړونونو د غځېدو په اړه تل هڅه کوي او د تړونونو پر غځېدو کار روان دی او ډېر ژر به تاسو یې تازه معلومات شریک شي.»
د افغان-جاپان روغتون مسوولان وايي، هره ورځ په دې روغتون کې لږ تر لږه د کرونا ۵ مثبتې پېښې ثبتېږي.
د زمان الدین خسر چې پهدې روغتون کې بستري دی وايي: «که ډاکټران معاش و نهلري او امکانات یې په اختیار کې نهوي، سرسري کار کوي او که د دولت ملاتړ ورسره وي، ښه رسېدنه کوي.»
د صبور مېرمن چې په دې روغتون کې ناروغه ده، وايي: «د ډاکټرانو ملاتړ او پاملرنه دې وشي.»
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې په ټول هېواد کې څه باندې ۸۰۰ کسان پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
په دې اړه مو اندونه