په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال مارکس پوټزل په افغانستان کې د سرپرست حکومت پر ټول ګډونوالي ټينګار کوي.
ښاغلي پوټزل له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې د سرپرست حکومت کابینه ټول ګډونه نه ګڼي او وایي چې سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې لپاره لومړی کورني مشروعیت ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د یوناما دفتر سرپرست مارکس پوټزل وویل:«له تولو مخکې مهمه ده چې حکومت د افغانستان کورنۍ مشروعیت ولري، یعنې د ټاکنو په توګه د رفرانډم په توګه لویه جرګه یعنې خلک راشي او رایه ورکړي.»
په دې مرکه کې ښاغلی پوټزل د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وایي چې باید سرپرست حکومت دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي پوټزل زیاته کړه:«د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت ډېر کمزوری او ستونزمن دی.»
په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال د اساسي قانون پر نشتوالي اندېښمن دی او سرپرست حکومت پر اوسنیو ستونزو د غور په برخه کې د پلان په نه لرلو تورنوي.
مارکس پوټزل زیاته کړه:«موږ وینوو چې هېڅ پروګرام شتون نه لري او همدارنګه اساسي قانون هم نشته او نور قوانین هم شتون نه لري اساسي قانون د اقتصادي بیارغونو لپاره ډېر مهم شرایط لري.»
خو تر دې وړاندې اسلامي امارت سرپرسته کابینه ټولګډونه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د اوسنیو ستونزو د حل لپاره بنسټیز پلانونه په پام کې لري.
په دې اړه مو اندونه