Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانکور ازموینې د نېټې له اعلانېدو د زده‌کوونکو تود هرکلی

یو شمېر ​​زده کوونکي د کانکور ازموینې د نیټې له اعلان څخه تود هرکلی کوي او له لوړو زده کړو وزارته غواړي چې په دې ازموینه کې روڼتیا ته زیاته پاملرنه وکړي.

له میاشتو میاشتو انتظار وروسته لوړو زده کړو وزارت د پنج‌شنبې په ورځ ناوخته د کانکور ازموینې نېټه اعلان کړه چې په ټول هېواد کې به د تلې پر ۱۳، ۱۴ او ۱۵مه واخیستل شي.

زده‌کوونکې عایده وايي: ټول چمتووالی مو ورته له مخکې نیولی دی، ان موږ د وري میاشتې ته چمتو وو، خو اوس چې د کانکور ازموېنه وځنډېده؛ نو د چمتووالي له اړه موږ سل په سله کې چمتو یوو.»

زده‌کوونکې مریم وايي: «موږ نور هم کوشش وکړ، ترڅو نور هم اماده شو، نو فعلآ که د کانکور امتحان په میزان یا سنبلې کې اوسېږي موږ د هغه لپاره سل فیصده اماده یو.»

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي: «سږ کال د کانکور ملي ازموېنه د میزان د میاشتې په ۱۳، ۱۴ او ۱۵ نېټه باندې اخیستل کېږي.»

زده کوونکي د لوړو زده کړو وزارت له دغې چارې د هرکلي تر څنګ وايي، د دې ازموینې لپاره چمتوالی لري او غوښتنه کوي چې دغه بهیر باید روڼ وي.

د یوه ښوونیز مرکز ښوونکی نصیب الله پټان وايي: «د کانکور امتحان باید شفاف وي، ځکه چې د زده کوونکو سرنوشت ټاکي یو کال دوه کاله او حد اقل یو کال ډېره هڅه کوي، نو ځکه باید امتحان ډېر شفاف وي.»

د یوه ښوونیز مرکز ښوونکې عاطفه وايي: «ډېر محصلین چې دلته موږ سره دي شپه او ورځ هڅه کوي، ترڅو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شي، هر یو يې له ډېرو هیلو سره راځي او هڅه کوي.»

ټاکل شوې د روان کال په کانکور ازموینه کې شاوخوا ۲۰۰ زره زده کوونکي ګډون ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه