Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په بازارونو کې د سبزیجاتو د بیې له لوړوالي د خلکو شکایت

د کابل اوسېدونکي وايي، د کابل په بازارونو کې د سبزیجاتو بیې دوه یا درې برابره لوړې شوې دي.

دوی له لاسلامي امارته غواړي چې د بیو د لوړوالي مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی مجتبی وايي: «دولت باید دا کنټرول او وروستۍ بیه ورته وټاکي او له دې باید پورته و نه پلورل شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی شاه حسین وايي: «د ترکاریو بيې نه‌دي ټیټې شوي او لوړې شوې دي، موږ ته دا ډېره ګرانه تمامېږي.»

د سبزیجاتو پلورونکي د سبزيجاتو د بیو لوړوالی په هېواد کې د وروستیو سېلابونو راوتل او د کرنیزو ځمکو له منځه وړل بولي.

یو پلورونکی احمد شاه وايي: «ځکه چې په یو شمېر سیمو کې وچکالي ده، یو شمېر ځایونو کې سېلابونه راغلي دي، ځکه خو کښت سږ کال کم دی او بیې هم د همدې لپاره لوړې شوې دي.»

یو بل پلرونکی وايي: «د جمهوریت نظام پرتله اوس بيې ډېرې لوړې شوي، د خلکو کارونه خراب دي بې‌روزګاري ډېره ده او دومره ډېر نه پلورل کېږي.»

له بلې خوا د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، د کیمیايي کوډ د بیې لوړالي له کبله په بازارونو کې د سبزیجاتو بیې هم لوړې شوې دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وویل: «یو بوجۍ کوډ چې پخوا به خلکو په ۱۵۰۰ یا ۲۰۰۰ افغانۍ وو، اوس هغه په ۶۵۰۰ یا ۷۰۰۰ افغانۍ دی او د بزګرو خرڅلاوو چې کم وي، طبعاً تولید ورته په لوړه بیه تمامېږي.»

په وروستیو کې د افغانستان د سبزيجاتو صادرات پاکستان ته ډېر شوي او په اسلام‌قلعه کې د هېواد پر سبزیجاتو تعرفه هم صفر ته راښکته شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه