د هلمند نهر سراج ولسوالۍ په یوې لرې پرتې سیمه کې یو هلمندي ځوان ۲۰۰ نجونو او هلکانو ته د عصري او دیني زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د عبدالقدیر پاڅون نوم دې ځوان په خپل شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی چې نجونې او هلکان پهکې زدهکړې کوي.
ښاغلی پاڅون وايي: «په کلي کې ماشومانو ته د زدهکړو زمینه نه وه برابره، حال دا چې په کلي کې ډېری داسې ماشومان و چې باید زدهکړې وکړي او ښوونځی ووایي، دلته مې په خپل شخصي لګښت د خپل کلي د امام په همکارۍ د عصري او دیني زدهکړو زمینه برابره کړه.»
د سیمې اوسېدونکي وایي، تر دې دمه ورته هېڅ ښوونځی نهدی جوړ شوی او ماشومان یې له زده کړو بېبرخې دي.
د دوی په خبره که حکومت ورته ښوونځی جوړ کړي، چمتو دي خپل لوڼې او زامن ښوونځیو ته واستوي.
د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکی ملا محمد وايي: «موږ دلته نجونې زدهکوونکې هم لرو او هلکان هم شته، موږ دې ته خوښ یوو چې هم نجونې او هم هلکان ښوونځیو ته واستوو.»
د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقاهر وايي: «دې ته ډېر خوښ یم. له پېړیو-پېړنو راهیسي دلته د جګړو او نورو ستونزو له کبله خلکو ته ښوونځی نه و او خلکو نه پېژنده او له دې شیانو څخه ډېر لرې پاتې دي.»
په همدې حال کې د هلمند د پوهنې ریاست مسوولان هم مني چې د دې ولایت په ډېریو سیمو کې ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي او په خبره یې هڅه کوي چې محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمد عوض انصاري وايي: «په هلمند کې ډېرې سیمې له تعلیمه بېبرخې دي، هڅه کوو چې دغو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره شي.»
دا له مرکز لښکرګاه ښاره ۷۵ کلو مټره لرې یوه کلیواله سیمه ده. پهدې سیمه کې یو ځوان په خپل شخصي لګښت اقدام کړی او ماشومانو ته یې د زده کړو فرصت برابر کړی دی. د دې سیمې اوسېدونکي د رسمي ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه کوي.
په دې اړه مو اندونه